تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
منفي کړنې بایدله منځ یوسو !
  تعلیم الاسلام ویب پانه
  September 7, 2021
  0

منفي کړنې بایدله منځ یوسو !


ایډیټ بصیر یوسفزی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


منفي ګرانې بایدپه بشپړه توګه د خپل ژوند له ډیکشنری څخه بهر کړؤ. ځکه منفي ګړنې ټول هغه شیان زموږ په ياد راولي چې باید له ژوند يې نه لیرې کړؤ.


 هغوی چې منفي روحیه لري هیڅ کله په کوم کار کې نه بریالې کیږي، په هغوی کې خوښې نه سته، یوازې بې وزلې، ناتوانی او زدګرۍ په کې لیدل کیږي. هرلیدلې په هکله بد وایئ. تل د زمانې له بدۍ،د چارو له حالته ناروغتیا بې پیستوب او داسې نورو څخه شکایت کوي، له همدې امله دخپل فعالیت ځواک راکموي اود خپلو ناوړه افکارو تر اغيزې لاندې راځي.


څوک چې ویجاړ فکري ډول لري او تل يې افکار د ویجاړونکو کلماتو په شاوخوا، ګرځي وروورو ګورئ چې د بدن د جوړښت او پیدا کیدو ځواک کمزوري کیږي اوله منځه ځي، ځکه د پید اکیدنې عناصر نه سي کولای په منفي چاپیریال کې وروزل شي بدبینه اشخاص تل په دې تورن دي چې په ټيټو مقامونو کې پاتې سي اوله ناتوانۍ سره لاس او ګریوان اوسي. د ژوند څپې يې تل شاته وړي.


اې ځوان ملګریه ؛ که ځان منفي افکارو ته وسپاره هغه هيلې چې د روښانه راتلونکي لپاره لری بې ثمره به پاتي سوي او ژوند به مو مسموم سي. منفي کړنې به ستاسو د ژوند نیکمرغې غلا کړي او په ځان باور به په تاسوکې و وژني دد پرځای چې په خپل برخلیک باندې واکمن اوسي د برخلیک غلام به سي.


ځواک او توانایی په هغه اشخاصو کې چې په ځان باور لري وده کوي، په هر کار چې لاس پورې کوي، د ایمان تر سیوري لاندې په بریالتیوب سره کولای سي بریالی سئ، د بریالیتوب نقشه لومړی په خپل مغز کې طرح کړئ او بیا ورته رښتنې بڼه ورکړئ. غوښتل ترسره کول دي. لومړي باید وغواړئ او بيا يې ترسره کړئ.


هر څه ته  ته مخکې له دې مادي بڼه ورکړئ په خپل مغز کې طرح کړئ.  بی ایمانې اوشک مو په زړه کې ځای نیولیوي، په دې باور ولري هغه نړۍ څخه ستاسود فکري ډول مخالفه ده هیڅ ګټه به تری پورته نه کړئ. هيڅ څوک هم نه سي کولای له هغه حدونو نه چې ورته ټاکل سوي مخ ته لاړ سي.. و ستر غوښتوونکي ده ، ځان باید کوچنی ونه شمیرئ.


ټول منفي افکار باید باد ته وسپارئ. د ایمان بریالتیوب ته درسیدلو لپاره د لومړی ګام اخستل بریالې دي. انسان باید دخپلې ساه یا نفس په وړاندې په ټینګې ارادې سره دا تکرار کړئ چې څه غواړي ترسره یی کړی او تر کومې کچې د د هغه کار د ترسره کولو ځواک لري.
د بیلګې په توګه يوماشوم چې د کله د خوب په ځای کې سترګې وغړوي داسې وایې: ((د خوب له ځایه څخه به بهر نه سم او بی ځایه به هڅه نکوم چې بهرووځم)) په دغه وخت کې پرته له شکه ترڅو چې د هغه ماشوم د خوب د ځاي څخه د وتلو پریګړه ونه کړي او په خپل بریالیتوب  باور ونه لري، نه سي کولای پورته سي.


که ماشوم داسې عادت سي چې د هر کار سره د مخامخ کیدو وروسته ووایې:


((بریالی به نه سم. خپله محسوسوم چې وبه نه سم کړای او بی ځایه هڅه کوم.)) اوله دغه فکر سره عادت سي. هيڅ کله به يې درس زده نه کړئ او په ازموینه کې به ناکام سي. د ((نه شم کولای )) د ويلو عادت وروورو په مغز کې ریښه ځغلوي زيانمينږي په ژوند يې واکمن کيږې هم يې په ځان باور له منځه ځي او هم يې وړتیا ته زیان رسیږي.


ددغې موضوع برعکس په پام کې ونیسئ. هغه ځوان چې د کار په ترسره کولوخپلې وړتیا ته په خپل مغز کې ځاي ورکړي ،هر څومره چې له خندونو سره ډیر مخ کیږي ورتيا يي لا زیاتیږي او په پایله کې دغه ډیروالی هغه د بریالیتوب په لور بیایې.


که یو حقوقي وكيل ډیری وخت د يوه ماشین یا طبابت په اړه فکر وکړی په دې وخت کې نه سي کولای چې په خپلې تخصصي رشته کې کوم مقام ته ورسیږي. ځکه هغه باید خپل ذهن د قوانینوزده کولو لپاره ځانګړی کړی اود قوانینو اصولو ته په خپل مغز کې ځاي ورکړي.


 خپل مغز له خپلې تخصصي رشتې نه په لېرې مسایلو باندې ستړی کوي په هر کار کې چې وي ،نسي کولای پرمختګ وکړي. په دغه وخت کې داسې یوه چانه د سالمو اومظبوطو ګړنو تمه والا پخوایې ځان مړو او کمزورو افکارو ته تسلیم کړیوي په رښتيا هم د خندا وړ خبره ده. تر هغې چې ، په خپلې کمزورۍ باندې متعقد اوسئ که مادي او که معنویاتو پورې تړلي وي او که مغز پورې مو خپله مو ځان له هغې طبیعي انساني درجې څخه ښکته راولي او خپل نظر او موخې ته نه سي نږدې کیدای. يو شمير وګړي چې كله ژوند ته رادننه کیږي ځان ناتوانه ښې. ایا په دغه ډول فکر سره کولای سو د بریالتیوب هيله ولرو؟


له دې موخو سره په ژوند کې دنوي کارونه په کولو باندې بریالې کيږي ،دځان لپاره شخصیت کیږي.


که چیري یو ځلي هم وي خلک وکړای سي د هغه ویجاړونکو افکارو په اغیزه چې د بې وزلۍ او ناتوانۍ له امله منځ ته راغلې پوه سي، نور به ټول عمر ډول افکارو ته لار ورنکړي. که څوک په خپلې بد چانسی باور ولري دبې وزلۍ او ناتوانی غلام به سي اوداسې فکر وکړ چې د نورو په څیر به ونسي کړای چې په کارونو کې بریالی سي هيڅ کله به هم په دې ونه توانیږي چې ازاد اونیکمرغه ژوند وکړی و د پرمختګ په لور به لاړ سي . که څوک په خپلو وړتیا و باور نه لري او په دی متعقيد دی چی د نورو په څیر به بریالي شتمن نه سي، بیا نو په کوم ځواک باندې په تکیه سره به د ژوند له ستونزو سره مبارزه وکړي ؟ دغه ډول اشخاص له یوه ستونزمن حالت څخه د ژغورنې لپاره د دوامدار ې هڅې او کوښښ لپاره چې څومره انرژي ته اړتیا ده نه سي مصرفولې.ځکه په دې باور نه د ستونزو حل د دې په خپل لاس کې ده او په خپل نفس کې د تکيې ټکې نه مومې تل د بې وزلۍ او بیچاره ګۍ په فکر کې وي . تل د بې دوزلۍ په اړه وزله سلوک کوي. تردې چې ؛ په خوب کې د داسې ګوري چې څه نه لري اوبيا له ځان پوښتې چې و ولې څه نه لري خو کوم ځواب نه مومې دغه شخص ځان یو منفې ګرا کړی . ټول امکانات او موقیعتونه يې له ځان لیرې کړی اویوازې يې د ناکامۍ دروازې پر مخ پرانیستې اوهغو ځواکونو پام چې کولای سي هغه له دغه ستونزمن حالت څخه وژغوري له لاسه ورکړي.


يوشمير وګړو د ناروغۍ فکر په داسې ځواکمنتیا سره په مغز کې ځای پر ځای کړي چې روغ ځان   لپاره داوږدو کلونو لپاره د فکری ناروغۍ سره لاس وګریوان وه خپله روغتيا له لاسه ورکړی او په رښتیا سره ناروغ سوی. په ناروغۍ متعقید کیدل ناوړه پایلې له ځانه سره لري.
د بیلګې په توګه که باور ولرو یوه ګواښونکې ناروغۍ لکه سرطان په ارثي ډول زموږ په ځان کې شتون لري او یا موپه کوم ځای کې ويلې وي یا اوریدلې وي دغه ناروغۍ معمولا په څلویښت کلنې کې راڅرګندیږي کلونه يې راڅرګندیدلو ته په تمه يو او همدغه اوږده اندیښنه کیدای سي لکه يوه بې زیانه برامدګې چې زموږ دبدن په یوه برخه کې تولیدیږي په ګواښونکې ټپ باندې واوړي.

 

يوي ځوان نازک بدنه هلک ته وویل سوچې مور د سل ناروغۍ له امله مړه سوي او ته هم پرې د اخته کیدو وړتیا لري او باید ځان له دي ناروغي  وساتې. بی  وزله هلک تل د سل وجاړونکې ګواښونه خپلو سترګو ته انځورول اوله دغو افکارو سره غټيده، خپله اشتها يي لاسه ورکړه. تل به يې ورته شاوخوا وګړو ویل چې ورځ په ورځ کمزوري او رنګ خرابيږي اوزیاتوه به يې(ځان وساته، د هوا له جریانونو څخه لیرې اوسه. پوهيږې چې موردې همدغو شیانو و وژله) سره له دې . دکبانو په غوړیو او یوشمیر نورو مقوی دواګانو باندې هغه ته ځواک او اشتها ورکوله، خو دغو درملو ونه سو کړای چي د ، ددغه بې وزله هلک  معنوي ځواک چې په بي رحمې سره له منځه تللې وه بیرته راولې. خو آیا درمل کولای سي له ژوند سره مینه او په ځان باورځای چې له سترواسماني نعمتونو څخه ده ونیسې؟


 بدمرغه هلک  ورو ورو خپل معنوي ځواک له لاسه ورکړ اوځان يې ناهیلی ته وسپاره.


او بلاخره له ناروغۍ څخه ډیر له شاوخوا زیان اړوونکې ويناوو اغیزو هغه په بشپړه توګه ناتوان کړ او مړ سوه.


افسوس چې دا يوازنې پیښه نه ده د دې په څیر ډیر بیلګې موجودې دي او د بشر ژوند ډیري له همدې ډول ناوړه تخیلات او تیره افكار له امله د منځه تلو په حال کې دي دیوه ظالمانه برخلیک نه د قربانید و ویره او یا هغه ناروغۍ چې د والدینو د تیروتنو پایله ده، په ډیره کچه دوګړو د ژوند کچه د وګړو په لمنځه تلو سره پای ته رسیږي په داسې حال کې چې ، دغه ویره دومره بې منطقه ده لکه څوک .وغواړئ د وژنې په تور یا په پلرنې غلا سره زوي مجازات کړي.


دغه ډول ناسمې عقیدې باید د ځوانانو له مغز څخه بهر کړو. د هغوی متعقيدکول په دا ډول شیانو باندې بیخي داسې د سیوري توليدوي. له مینې څخه کرکه زیږي اوله نظم او روزنې څخه خپګان تولیدیږي.ددغو ډول فرضیو ویل نه بدې اوبی رحمې ده بلکې هيڅ کومه ګټه نه لري.

 

خداې (جل جلاله)په دې راضي نه دي چې د دبشر ژوند دې دا ډول له منځه لاړ سي زموږ د نیکونو میراث او ارثي شرایط چې هر ډول وي په دې باید پوه خداي (جل جلاله) په هغو ټولو باندې موږ ته د واکمنی ځواک راکړي او موږ خپله په اسانۍ سره کولای سو په ځان باندې د باور له لارې  هر څه ته بدلون ورکړو.

 

ماخذ: دفکر بریالیتوب


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته