السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
محترمو کتونکو! تعلیم الاسلام راډيو د خپلو په زړه پورو ديني، تعليمي، تربيتي او تفريحي خپرونو په لړ کي يوه بله ښایسته تعلیمي خپرونه د ( اداري جوړښت ) په نامه زياته کړل.
ددې خپروني د لاري به د یوې ادارې د ښه نظم، ترتیب او پرمختګ لپاره مهمي لارښووني او د شاتګ نقطې په ګوته سي. ددې ترڅنګ به د ژوند اهدافو ته په منظم ډول د رسېدلو او په ټولنه کي د کامیابه کس په حیث اوسېدلو ته رهنمايي وسي.
اداره یا Management د یوې ادارې هغه نظم او ترتیب ته وايي چي د کارکوونکو هڅي او زحمتونه په یوه منظم چوکاټ کي سره همغږي سي تر څو د موجوده منابعو او سرچینو په صحیح استعمال سره ټاکلي هدف ته ورسیږي.
د یادوني وړ ده چي په دې خپرونه کي به د اسلام له نظره هم په پوره ډول پر اداري جوړښت رڼا واچول سي.
د خپروني نوم: اداري جوړښت
وخت: هره يکشنبه سهار ۱۲ بجې- تکرار یې هره جمعه ماخستن ۹:۱۵ (د افغانستان پر وخت)
وياند: استاذ نور احمد قرانمل
د اورېدلو لپاره:
په کندهار کي ۸۹،۷ FM د راډيو د لاري