تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حسد کوونکي لپاره پنځه عذابونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 4, 2024
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د حسد کوونکي لپاره پنځه عذابونه


قال الفقيه أبو الليث السمرقندي: يصل الحاسد خمس عقوبات قبل أن يصل حسده إلى المحسود، أولها غم لا ينقطع، وثانيها مصيبة لا يؤجر عليها، وثالثها مذمة لا يُحمد عليها، ورابعها سخط الرب، وخامسها يُغْلَق عنه باب التوفيق.[المستطرف للابشيهي]


ژباړه: فقيه ابوالليث سمرقندي رحمه الله ويلي دي: حسد کوونکي انسان ته به مخکي تر دې، چي په خپل حسد سره حسد کړه سوي انسان ته تاوان ورسوي پنځه عذابه رسيږي: په داسي غم به اخته سي چي نه قطعه کيږي، په داسي مصيبت به اخته سي چي هيڅ ثواب ورباندي نه ورکول کيږي، داسي بد به يې ويل کيږي چي هيڅ ستاينه به يې نه ورباندي کيږي، د الله تعالی په قهر به اخته کيږي او د توفيق دروازه به ورباندي تړل کيږي.


توضيح: حسد کوونکي انسان ته به مخکي تر هغه چا چي دی حسد ورسره کوي پنځه عذابه رسيږي.


۱ ـ په داسي دوامداره غم به اخته کیږي چي ګرسره به نه ورڅخه بندیږي؛ فرق نه کوي که جسمي غم وي او که روحي غم.


۲ ـ مسلمان ته چي هر مصيبت رسيږي د صبر په شرط په مقابل کي يې الله تعالی ثواب ورکوي خو حسد کوونکي انسان ته چي کوم غم رسيږي هيڅ ډول ثواب به الله تعالی نه ورکوي.


۳ ـ پر بې ګناه انسان چي کله بد ویل کيږي ارومرو يې يوه ورځ سپيناوی کیږي او خلګ يې ستاينه کوي خو د حسد کوونکي انسان چي څومره بد ويل کيږي هيڅوک يې ستاينه نه کوي بلکي ورځ تر بلي په خلګو کي حقائق ښکاره کيږي او دده نوم نور هم ورسره بديږي.


۴ ـ پر حسد کوونکي انسان به تل د الله تعالی قهر او خښم وي.


۵ ـ حسد کوونکي انسان ته به پر ښو کارونو توفيق نه ورکول کيږي بلکي د توفيق دروازه به ورباندي تړل کیږي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته