ایډیټ : بصیریوسفزی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
یونس (عليه السلام) د ماهي په نس کي په تاریکه کې وو ، د دریاب په تاریکی کي وو، د شپې په تاریکی کي وو، تاریکی یو پر بل سر بېره وې تر دې سخته تاریکه نه وه، دی له سلامتيا څخه څومره لیري وو چې الله (جل جلاله) څومره غوښتي وه، دی دلته همدومره پاته ، بیا الله (جل جلاله) داسي څو کلمې ور وښودلې چې تیاره ئې رڼاکوله، غمونه یې لیري کوله، مهرباني یې له اوو اسمانونو څخه را کښته کول، واوره قران کریم د دې په زړه پوري یودانه کیسې بیان وي، په دې کیسې سره د هر هغه چا تسلي کېږي چي غمجن او ناهیلی وي، سرګردانه ناقراره وي، مځکه د خپلي فراخۍ سره باندي تنګه وي، ساه یې خفه وي او په ښکاره وویني چې له الله (جل جلاله) څخه د پناه ځای نسته، پناه یوازي ده ته وړل کېږي،د ماهي والاچي کله په غوسه ولاړئ ده ګمان کاوه چې موږ پر ده واک نه لرو، ده په تاریکیو کي نارې کړې چي بل معبود له تاپرته نسته ته پاک یې، زه له ظالمانو څخه یم، ما د ده فریاد قبول کړ له ستونزو څخه مي خلاص کړې، موږ مؤمنانو ته همداسي خلاصون ورکوو.
ماخذ : دپیغمبرانوکیسې
www.taleemulislam.net