تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ځيركتيا
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 11, 2021
  0


تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د قاضي ایاس په اړه ابراهیم بن عرزوق بصري رح بیانوي چي: مخکې له دې چي  ایاس بن معاویه رح قاضي سي، یوه ورځ موږ ورسره ناست وو. 


په دي وخت کي یو کس راغي او مخامخ په يوه لوړ ځای کېښناستي !  او لارويانو ته يې په ځیرځیر کتل پیل کړل. لږ ځنډ وروسته، هغه سړی له خپل ځایه را پورته سو او په یوه لاروي پسې ور روان  سو . او د هغه څېرې ته له کتلو وروسته بېرته را وګرځیدي  او په خپل پخواني ځای کېښناستي . ایاس بن معاویه رح هغه ته وکتل او ویې ویل:  دا سړی څه غواړي ؟


خلکو وویل: تاسې يې ووایئ ؟


ایاس بن معاویه رح: دا سړی ماشومانو ته درس ورکوي او په يوه سترګه ړوند غلام يې ورک سوي دی، د هغه په لټون پسې راوتلي دی.
د نوموړي پر دې خبره له موږ څخه یو کس ولاړ سو  او له هغه سړي څخه  يې پوښتنه وکړه:


تاسې  د څه شي په لټه کې ياست ؟


هغه وویل : زما یو غلام ورک سوی دي، د هغه په لټه کې یم.


ترې يې وپوښتل: هغه غلام څنګه وو؟ هغه د خپل غلام ډېرې ځانګړنې ورښودې او په آخر کې یې وویل چې يوه سترګه هم نسته.
ورڅخه مي و پوښتل: ته څه کار کوي   ؟


و يي ویل:کوچنیانو ته درس ورکوم.


موږ حیرانه سوو او له ایاس رح نه مو وپوښتل چې: تاسې په دې ټولو خبرو څنګه پوه سوئ ؟


ایاس بن معاویه رح وفرمایل: کله چې دا شخص دلته راغی، نو ومې لیدل. د ځان لپاره د يوه مناسب ځای په لټه کې وو. او په پای کې يې داسې ځای وټاکه. چې په دې ساحه کې تر ټولو لوړ وو. ما د ده حالت ته . وکتل نو د شاهي کورنۍ غړی راته ښکاره نه سو. 


نو ما فکر وکړ چې داسې بل څوک کېدای سي چې د د پاچاهانو خوښېږي ؟ له ډېر چورت وروسته مې فکر ته راغلل چې دا خوی یوازې د ماشومانو په ښوونکي کې وي. له دې څخه  سوم چې دا شخص ښوونکی دی.


موږ وپوښتل: او د غلام په کیسې څنګه پوه سوی؟


ایاس رح ځواب ورکړي: په همدې وخت کې دې کس د یوه معمولي حیثیت لرونکي داسې لاروي د څېرې په لیدو پسې ورغی چې يوه سترګه يي نه وه. نو پوه سوم چې دي خپل غلام لټوي او غلام یې هم په يوه سترګه ړوند دي.


ماخذ : یوه دنیاخبرې 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته