تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
الله ج تاته ډېر مال درکړی په دې کي دنورو هم حق دی
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 19, 2021
  0

 الله (ج)تاته ډېر مال درکړی دی په دې کي دنورو هم حق دی:


تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 په ځینو وختونو کي الله تعالی انسان ته رزق په دومره فراخی سره ورکړی وي چي هغه رزق د هغه خپل نه وي بلکي د شاګردانو ، غریبانو او د نورو مستحقینو هم وي، الله تعالی ده ته ځگه ورکړی وي چي دی دا هغوی ته ورسوي خو چې کله هغه دا د الله تعالی په لار کي نه خرڅوي او خپلو مستحقینو ته یې نه رسوي نو الله تعالی دا ذریعه ختمه کړي او د ده پر ځای بل څوک ذریعه وګرځوي۔


په دې وجه چي کله الله تعالی له ضرورت څخه زیات رزق درکړي نو پوه سه چې په دې کي صرف زما حق نه دی :وَالَّذِينَ فِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ مَّعْلُومٌ / لِّلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ  سوره معارج، ایت: ۲۴-۲۵]


د وینا مطابق د الله تعالی د بندګانو هم حق وي، دا هم د الله تعالی د نعمتونو شکردی، گریم رب دي موږ ته د خپلو نعمتونو د قدر کولو توفیق رانصيب کړي او د دې له محرومی څخه دي موږ محفوظ کړي او د کفارو په وړاندي له ذلیل و رسوا کېدو څخه دي محفوظ کړي او څرنګه چي زموږ سرونه پروردگار پرته له الله څخه له کښته کېدو څخه وژغورل نوهغه پروردگار دي زموږ لاسونه هم پرته له الله څخه په وړاندي نیولو څخه محفوظ کړی،

آمین ثم آمین

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته