تازه سرليکونه
د (ادبي ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
یو شعر څو خبري (یوولسمه برخه) احمد خان مسلم
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 22, 2024
  0

 لیکنه: حبیب الله قلم مل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

یو شعر څو خبري

 (یوولسمه برخه) 

احمد خان مسلم ارمان

 

په کندهار اطلاعات او کلتور ریاست کي،  لوی کندهار ادبي بهیر د شاعرانو او لیکوالو د روزني یو بې ساري روزنتون دئ د دې مرکز استادان  او مخور کسان کوښښ کوي، چي داسي کسان وروزي چي د ادب په برخه کي و ټولني ته یو څه وړاندي کړي د دې بهیر د سوونو ځوانانو د جملې څخه یو هم احمد خان مسلم ارمان دئ، چي د څو میاشتو په موده کي یې د شعر په برخه کي دونه پر مخ تګ کړی دی چي د چا به زړه ته ونه لوېږي د خپلي خبري د تاید لپاره دده د لنډي پېژندني وروسته دده غزل له یو تحلیل سره ګورو.


د شاعر لنډه پېژندنه


نوم: احمد خان مسلم ارمان


د پلارنوم: رحمت الله افغان


د نیکه نوم: مرحوم محمد امين


د اوسېدو اصلي ځای: خاکريز- کندهار


د اوسېدو اوسنۍ ځای: کندهار ښار۹ ناحيه


عمر: ۲۰ کاله


زده کړه: کمپيوټر، انګليسي، ديني زده کړه وړه دوره، مکتب لسم صنف


شغل: متعلم


مدني حالت: مجرد

 

د شاعرۍ پیل:۲۰۲۰


چاپ اثار: نه لري 


ناچاپ اثار: یوه شعري ټولګه 


غزل


پوره مي نه سوه خدايه ارمانونه د ځوانۍ
راپاته دي ځولۍ - ځولۍ يادونه د ځوانۍ


احمد خان که څه هم اوس لا تنکی ځوان دئ، خو نوموړی اوس لا د ارمانو نه پوره کیدل یادوی شاید دی خپل ځان نه یادوي ځکه شاعر د ټولني ترجمان دی په ټولنه کي په زرو او لکونو داسي ځوانان، سپین ږیري ، یا مړه سول چي ارمانونه یې د خاورو سره خاوري سول. خو ښه خبره دا ده چي احمدخان ویښ ضمیره انسان دئ او راتلونکی یې روښانه معلومیږي ځکه دده سره دهغه چا د زړه ږغ موجود دی چي د غربت له لاسه یې ټول ارمانونه خاوری سوی وي لاندي بیت یې ښه مثال دئ.


غُربت راته تړلې هغه لار د پرمختګ
کرار - کرار مي خاوري سوه خوبونه د ځوانۍ


ریښتیا هم زموږ په ټولنه کي ډېر داسي ځوانان سته چی د تعلم او زده کړي شوق لري؛ خو د غربت له وجهي یې نه سي کولای چي زده وکړي په خوارۍ مزدورۍ پسي په پردیو ملکو کي یا مړه سوه یا د عمر تر پایه په دې ارمان کي ژوند کوي او دا ډېر زور غواړي چي ستا ارزو د غربت له وجهي تر پښولاندي کیږي. 

 

بلها ډير اُميدونه مي د زړه کور کي پراته
ښکاريږي چي ختميږي منزلونه د ځوانۍ


شاعر په دې شعر کي د زیاتو ارمانو یادونه کوي او افسوز په دې کوي چي کاش چي وخت نه تېرېدلای او منزلو پاي نه موندلای بیا مي د زړه کور د امید په سرته رسیدو سره روښانه وای. 


تڼاکې د لاسو مي وچي سوي ندي نه
لاهم پرما تپلي دي کارونه د ځوانۍ


نوموړي په پورته بیت کي بیا هم د غربت له وجهي فریاد کوي خو بله خبره ورسره زیاتوي چي د ځوانۍ نور کارونه مي له غاړي دي. خو دا بیا بل عذاب دی چي پر ما تپل سوی دئ،  شاید چا پیغور ورکړی وي چي ځوان یې ځان ستړی کړه ولي په داسي حالت کي یې یا شاید چا ورته ویلی وي چي زما غوندي نه یې چي ښه شتمني ولرې او ماغوندي د سپرلۍ موټر او وسایل نه لرې نو شاعر وایې چي د تڼاکو لاسو د درد یو غم او د ځواني او ځوانانو د پیغورونو بل غم را تر غاړي دی. او دا یو روښانه حقیقت دي چي هر وخت ځوانان د انحراف خواته تللي، یا یې غلا کړې او یا یې بله ناروا کړې ده علت یې بې ځایه پیغور او و خواهشاتو ته د ځان رسول دي. 


غوښتل مي د ژوندون پر پاڼو وليکم نوښت
خوړلي مزدورۍ مي دي فکرونه د ځوانۍ


په پورته بیت کي د ټولني یو روښانه انځور پروت دئ، هغه دا چي موږ همېشه د یوې ګولې ډوډۍ په تمه له هر ډول نوښت څخه پاته راغلي یو او په دې ګناه کي نړيوال راشریک دي، نه هغوي موږ خپل کار ته پریښي یو او نه موږ د ځان لپاره داسي زمینه سازي کړې ده، چي د خپل فکر څخه کار واخلو او تولنه د یو روښانه سبا په لور بوزو او نړیوالو خو دا څلویښت کاله پر دي کار وکړ چي افغان او پښتون څنګه له پښو وغورخوي.

 

د زړه دردونه ليکم په غزل کې په قلم
احمد درته ويلي دي غمونه د ځوانۍ


احمد خان چي درته لیکلی دي دا د هر فرد د زړه درد دئ او شعر د درد زوی د غمونو د کاله او دغمخوارو سره خواخوږی دئ او نوموړی په پورته بیت کي که څه هم په ساده الفاظو ویلي دي؛ خو زیات درانه او له اهمیته ډک دي لکه زړه، دردونه، لیکل، قلم  او ځواني شاعر په غیری مستقیم شکل په بل رنګ کي دا خبره کوي، خو اصلي هدف یې دا دئ چي په پای کي داسي یو پیغام درته پرېږدي چي تا دې ته متوجه کړي، چي په ژوند کي ددې شیانو قدر لازم دئ، چي درته یاد کړي مي دي.


په پای کي د احمد خان مسلم ارمان د ځوانو هیلو د پوره کیدو په امید.

 

www.taleemulislam.net

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته