تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د استعدادونو ارزښت او لوړول يې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 21, 2024
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د استعدادونو ارزښت او لوړول يې


دا معلومه خبره ده چي هر انسان غواړي درجې ته دکمال ورسيږي، او په خپلي محولي دندي او وظيفې کي تل کاميابه او بريالی وشي، خو دې هدف ته د رسېدلو لپاره دا خبره اړينه ده چي بايد دا سړی علمي استعداد ولري، تر څو يې په مټ خپلي موخي ته ورسيږي.


په مطالعه کولو باندي انسان د ډېرو فکري او عملي انحرافاتو څخه ژغورل کيږي، مطالعه يواځنۍ اسانه علاج دی د هغه خلکو لپاره چي د بيکارۍ څخه ځوريږي، مثلا د دې پر ځای چي يوڅوک د فراغت په وخت کي سګريټ ووهي او په اصطلاح ګيم وکړي، او يا ځان په يو بې فايدې کار باندي مصروفه کړي(لکه ځيني خلک چي ځانونه په ورقو مصروف کوي) او يا هم د يو مسلمان غيبت وکړي نو دا به ډېره ښه وي چي يوکتاب او يا هم يوه رساله مطالعه کړي، د دې څخه به ده ته ډېري ګټي ورسيږي چي دوې داني يې ډېري واضحي دي: لومړی دا چي د پورته ناوړه کارونو څخه به وساتل شي دويم دا چي معلومات به يې ډېر شي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته