تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زموږ په ټولنه کي ولي شراکتونه ناکامیږي؟
  تعلیم لالاسلام ویب پاڼه
  October 22, 2024
  0

لیکنه: بریالی فیضي/ تعلیم لالاسلام ویب پاڼه 


 زموږ په ټولنه کي ولي شراکتونه ناکامیږي؟


شراکت عموما د کاروبار د پرمختګ لاره کي ډېر مفید تمامیږي، په نړۍ کي دغه چاري خورا وده کړې ده، ډېر سهامي شرکتونه جوړ سوي دي، چي ښه نتیجه يې ورکړې ده.


د نړۍ په نورو هیوادونو کي د شراکت په برکت خلکو ډېر پیاوړي کاروبارونه رامنځته کړي دي، کاروبار يې ډېر ثابت او پرمختللی وي.


خو زموږ ټولنه بیا لکه څنګه چي په نورو ډېرو برخو کي له نړۍ سره توپیر لري، دلته يې هم له نړۍ والو سره فرق خورا زیات دئ.


زموږ په ټولنه کي په کاروبار کي شراکتونه زیاتره وخت پر ګیلو، جنګونو، عریضو او دښمنیو ختمیږي.


پوښتنه دا ده، چي زموږ په ټولنه کي شراکتونه ولي ښه نتیجه نه ورکوي، مشکل چیري دئ؟


زموږ خلک یو مشکل لري، په اول سر کي شراکت په انډیوالۍ را پیل کړي، هیڅ اصول نه وضع کوي، ځیني وخت خو خط لا هم نه سره لیکي، باره نو د شراکت په جریان کي کرار کرار کیسه د انډیوالۍ څخه تر دښمنۍ ورسیږي.


د پښتنو اولنو ویلي دي، وای چي «شرم يې کوت، بېخ يې خوت»، همدا پخه خبره زموږ په شراکتونو کي د شریکانو د شخړي اساسي لامل راښيي، زموږ خلک اول شرم کوي، په اصولو وضع کولو شرمیږي، په خط لیکلو شرمیږي، په شاهدانو شرمیږي، د هري خبري په سر کي وای، زموږ دا خو د انډیوالۍ کار دئ، آنو کله چي کاروبار یوڅه راپورته سي، کرار - کرار حسادت او اختلاف د کاروبار په سمبالولو کي د دوی ترمنځ راپورته سي، بیا نو دا اختلاف تر دې کچي ورسیږي، چي د شراکت یا کاروبار پر پرېښودلو منتج سي.


بینجامین فرانکلین د امریکا یو وتلی لیکوال، فیلسوف، سایسنپوه او برجسته سیاستوال دئ، هغه د خپل شخصي کاروبار پر مهال ډېر کامیابه شراکتونه کول، آن د یوه کس سره يې اتلس کلونه شراکت دوام وکړ، چي د دواړو له پاره ډېر مفید هم وو. 


که څه هم شراکتونه عموما په جنګونو ختمیږي، خو د بینجامین فرانکلین شراکتونه ډېر کامیابه ول، دوام يې درلود او بالاخره به دوستانه ختم سول.


د ښاغلي فرانکلین په خبره، د دې نتیجې یو دلیل دا وو، چي په قراردادونو کي کي سخت احتیاط سوی و، چي په څو مادو کي هر شی په خورا دقت ټاکل سوی وو او د دواړو خواوو وظایف او وجایب روښانه سوي ول، نو بناء هلته د جنجال له پاره چندان څه نه وه پاته.


د قرارداد تړلو په وخت کي چي شریکان هرڅونه اعتماد او احترام یو پر لري، بیا هم ښايي څه ناڅه حسادت او اختلاف د کاروبار په سمبالولو کي د هغوی ترمنځ را پورته سي. عموما همدا د دې سبب کیږي، چي ملګرتیا ختمه سي او اړیکي سره وشلیږي. ښایي دعوه هم پیل کړي، خبره محکمې ته سره ورسیږي او ښايي نور بد عواقب هم ولري.

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته