تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موږ ولي په خپلو ورځني چارو کي هدف ټاکو؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 21, 2024
  0

لیکنه: مولوي عبدالله طیب/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


موږ ولي په خپلو ورځني چارو کي هدف ټاکو؟


هدف یواځنی هغه شی دئ، چي انسان ددې تر څنګ چي و خپل مقصد، مرام او غرض ته رسوي د کامیابۍ د اسبابو څخه یو سبب هم دئ، چي هرو مرو سړی په خپل هرکارکي د هدف په ټاکلو کامیابه کیږي او نتیجه یې ویني، هدف د انسان څخه شکوک، وسواسې او هغه څه لېري کوي چي د هغه په سبب دی د هیڅ کار نتیجه نسي لیدلای او تل د خپل ملګرو او خپلو کارونو څخه په شکایت دی، هغه کسانو چي لوی او قوی هدف او عزم درلودی کامیابه سول او هغه د ابدې ژوند کامیابي یې لاس ته راوړه.


د اسلام مبارک دین چي کومو کسانو ترموږ پوري رارسولای دئ، هغوی ډیر لوړ اهداف در لودل نو ځکه نن موږ او تاسو د هغوی د نومونو په اخیستلو سره هغوی ته د رحمتونو او درودونو خواست کوو.


د صحابه کرامو رضوان الله علیهم اجمعینو هدف او عزم ډېر قوي وو، د الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم رضا او د اسلام مبارک دین تر موږ او تاسو پوري رارسول یې لوړ او لوی هدف وو. که څه هم ډیر مشقات، سختۍ، مشکلات، لوږي او بېشمیره تکالیف یې وګالل او خپل هدف یې د لاسه ورنکړی نو خود د ټوله دنیا خلک د یوه صحابي د پښو خاورې ته نه رسیږي.


همدغه شان تابعینو، تبع تابعینو او بزرګانو خورا لوړ اهداف درلودل، چي دا یې نتیجه ده چي نن موږ د هغوی تګلاره او مسیر باندي ځانونه سموو او د دوی لیکل سوې کتابونه زموږ د ژوند مستقیمه لاره ده، استشهادیان په خپل پاخه هدفه ترکوم ځایه ورسېدل تاسوته ښه معلومیږي، چي نن یې په دنیاکي مثال نسته.


ولي موږ په ژوندکي هدف ټاکو؟ جواب یې دادی: 


لومړی: که موږ هدف و نه ټاکو او بې هدف روان وسو، د ژوند په چاروکي هدف ونه لرو، نو ژوند مو د هغه کس په شان دی چي پر اوبو خط کاږي او هغه خط د شا لخوا اوبه بېرته لمنځه وړې؛ 


دویم: هغه څوک چي هدف نلري د خپلو کارونو نتیجه نه ترلاسه کوي؛


دریم: هغه څوک چي هدف نلري تل د لومړي او اول مقام څخه شاته دی، یاخو په دویم او دریم مقام کي دی یاخو د سره څخه شاته پاته دئ؛ 
څلورم: هغه څوک چي په خپلو چارو کي هدف نلري تل یې هیڅ کار تر پایه ندی کړی بلکي یو کار یې لا نوې خلاص کړی، خو دی د بل کار په تلاښ کي دی نو خود به ټوله کارونه نېمګړي ورڅخه پاته وي؛


پنځم: هغه څوک چي هدف ونلري هغه په هیڅ میدان کي استقامت نسي راوستلای او زموږ ستاسو په اصطلاح هر میدان به خامخا پریږدي ځکه هوډ او عزم نلري؛


شپږم: هغه څوک چي هدف نلري ددین، علماوو او ولس خدمت په صحیح توګه نسي کولای ځکه چي د بې هدفه کس کار تر پایه نه رسیږي؛
هغه شیان او کارونه پریږدئ چي ستاسو هدف ته خنډ واقع کیږي لکه: 


۱ - دا مه وایاست چي دا کار نه کیږي ځکه هر یو کار د حل لاره لري، خو ستا هدف او عزم غواړي؛


۲ - مه وایه چي زه ددې کار وړتیا نلرم بلکي کوم کار چي ستا د استعداد سره برابر وي هغه کي دي عزم ټېنګ کړه، بیابه وړتیا درپکښي پيدا سي؛


۳ - دا مه وایه چي بل ځل مې دا کار وکړی خو ناکامه سوم داځل یې نه کوم، بلکي داځل دا کار وکړه خو هدف دي سم او قوي کړه؛


۴ - دا مه وایه چي دا کار ستړی کيدونکی دی او زه یې تر آخره نه سمه رسولای بلکي هدف او عزم ولره خامخا به کیږي؛


۵ - دا مه وایه چي دا کتاب نه مطالعه کیږي ډېردئ، زه یې د مطالعه کولو حوصله نلرم؛ بلکي یوشی درسره ولره چي هغه هدف دی، کتاب مطالعه کړه بیابه دې هدف او عزم نور هم قوي او پوخ سي؛


۶ - دا مه وایه چي زه پر عبادت همېشه والی نه سم کولای ځکه کارونه مي ډیر دي هیریږي مي، بلکي دا عزم وکړه چي پدغه وخت کي به دومره اندازه عبادت هره ورځ کوم که څه مي هم کارونه د حد څخه زیاد وي؛

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته