تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة الحشر لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 23, 2024
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د سورة الحشر لنډه پېژندنه 


سورة الحشر د مصحف او تلاوت په اعتبار ۵۹ سورة دئ، چي د هجرت څخه وروسته په مدينة منورة کي نازل سوی دئ.


سورة الحشر ۲۴ آية او ۳ رکوع لري.


د دې سورة نوم د دوهم آية کريمې څخه اخستل سوی دئ، چي الله تعالی فرمايي: هُوَ الَّذِي أَخْرَجَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِنْ دِيَارِهِمْ لِأَوَّلِ الْحَشْرِ...


حشر - په معنی د يو ځای کولو يا جمع کولو دئ.


په سورة الحشر کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي


۱-  په مدينة منورة کي د يهودو يوه قبيله چي بني نضير وه، هغه خپلو د کورونو څخه وايستل سوه.


۲-  غنيمت او د دښمن څخه لاس ته راغلي شيان د الله او د هغه د رسول دي.


۳-  د منافقينو خبري او وعدې چي به ئې يهودو ته ورکولې.


۴-  اې مؤمينانو، خپل د نفس سره مو د سبا ورځي حساب وکئ، چي څه مو ور ته کړي دي او د هغه کسانو په ډول مه کېږئ چي الله تعالی ئې هېر کړئ، نو بيا ئې خپل ځانونه هم هېر کړل. او د جنت خاوندان کاميابه دي.


۵-  که مو دغه قرآن کريم پر غره نازل کړی وای، نو به غر د الله تعالی د بيري ذرې ذرې سوی وای.


۶-  هر څه چي په آسمانونو او مځکي کي دي، د الله تعالی تسبح او پاکي بيانوي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته