نوراحمد قرانمل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
غزل
خدایه زړونه له امراضو را مرهم کړې
د نفاق ټغر مو ټول د دې عالم کړې
داده ستړو قافلې ته دمه ورکړې
پر رباط ستا درضا یې منسجم کړې
په سپين مخ چي هرمؤمن درته دریږي
د ایمان په نور مو ځوان او زوړ راجم کړې
د طوفان څپو اخیستې سرۍ کښتۍ مو
له ګردابه یې ګدر لره ور سم کړې
ډیر سول ستړي د نفاق په جزیرو کي
مسلمان مخکښان غونډ په یو کرم کړې
چي د زړو لار سي یوه هدف روښان دی
د سلفو په چوپړ قران مل دم کړې
www.taleemulislam.net