تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
آيا غواړی شيطان ليونی کړی؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 24, 2024
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


آيا غواړی شيطان ليونی کړی؟ 


که غواړی چي شيطان ليونی کړی؛ نو په لمانځه کي په التحيات کي د شهادت کلمې سره د شهادت ګوته پورته کړئ.


عَن نافِعٍ قَالَ: كَانَ عَبْدُ اللهِ بْنُ عُمَرَ إِذَا جَلَسَ فِي الصَّلاَةِ وَضَعَ يَدَيْهِ عَلَى رُكْبَتَيْهِ، وَأَشَارَ بِإِصْبَعِهِ، وَأَتْبَعَهَا بَصَرَهُ، ثُمَّ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: لَهِيَ أَشَدُّ عَلَى الشَّيْطَانِ مِنَ الْحَدِيدِ يَعْنِي السَّبَّابَةَ.[مسند احمد۶۰۰۰]


نافع رضي الله عنه فرمايي: عبدالله بن عمر چي به کله پر لمانځه ګښېناستی خپل لاسونه به يې پر ځنګونونو باندي کښېښوول په ګوتي به يې اشاره کول او په سترګو به يې ورته کتل. بيا يې وويل چي د دغي اشارې تأثير پر شيطان باندي تر اوسپني ډېر دی.


پر شيطان باندي ځکه بد تأثير کوي چي د دغي ګوتي په پورته کولو سره اشاره و توحيد ته ده او په دې خاطر چي شيطان د توحيد سره ندی جوړ نو په دې کار باندي يې ډېره خوا بديږي او ذهني فشار ورباندي راځي زموږ په اصطلاح اعصاب يې خرابيږي او روحي تکليف ورته پيدا کيږي؛ خو د اوسپني په وهلو ظاهري خوږيږي او دا معلومه خبره ده چي د روحي تکليف منفي اثر تر ظاهري ټپ ډېر دی. 


بله خبره دا ده چي کله شيطان ددغه انسان څخه ياده اشاره وويني؛ نو د دغه انسان د ګمراه کولو څخه يې طمعه قطعه کيږي او نا اميده کيږي؛ نو خود به بد تأثير ورباندي کوي.

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته