تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موسیقي په اسلام او ساینس کي / لسمه برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 27, 2024
  0

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

موسیقي په اسلام او ساینس کي

(۱۰)

موسيقي په قرآنکريم کي حرامه ده

د تفسير ابن کثير مقام څه دی؟


موږ په پورتنیو مبارکو ایاتو کي د تفسیر ابن کثیر عربي متنونه راوړل، پر قرآنکریم باندي په لکونو تفسیرونه لیکل سوي دي، مفسیرینو رح د قرآنکریم د ښه وضاحت او ښه پوهاوي په خاطر مختلف تفسیرونه په مختلفو وختونو، مختلفو سیمو او مختلفو ژبو کي لیکلي دي؛ خو بهترین او د اعتماد وړ تفسیر په عربي ژبه کي تفسیر ابن کثیر دئ، په دې ټولو تفسیرو کي تفسیر ابن کثیر ممتاز او لومړی مقام لري، دا ځکه چي دغه تفسیر امام حافظ عمادالدین ابی الفداء اسماعیل بن الخطیب ابی حفص عمربن کثیر القرشی الدمشقی (۷۰۱- ۷۷۴ هق) لیکلي دي، ده خپله په احادیثو کي پوره مهارت درلودی او محدث وو، دده د تفسیر ترتیب ډېر ساده او مختصر دئ، ددې تفسیر امتیاز په دې کي دی، چي دی لومړی د قرآنکریم تفسیر په قرانکریم سره کوي، که د تفسیر لپاره مبارک ایاتونه نه وه، بیا د قرآنکریم تفسیر په مبارکو احادیثو سره کوي، که احادیث نه وه بیا د صحابه کرامو اثار رانقلوي، که هغه نه وه بیا د تابعینو اقوال رانقلوي، له همدې کبله دا تفسیر د ټولو نورو تفسیرو څخه لومړی مقام لري او بې مثله دئ.


شیخ الاسلام مفتي محمد تقي عثمانی صاحب پخپل کتاب (علوم القرآن) کي د تفسیر ابن کثیر په هکله لیکي:


تفسیر ابن کثیر د متاخرینو په تفسیرو کي لومړی مقام لري، دا ځکه چي دغه تفسیر د ابن جریر خلاصه ده، دده د تفسیر طریقه تفسیر بالروایة دئ، یعني د هر ایت لاندي د هغه تفسیر خلاصه ده، بیا د مختلفو کلمو او جملو تفسیر دئ بیا چي څومري روایات د ایت په هکله وي هغه ټول بیانوي، که احادیث وي، که د صحابه وو اقوال وي او که د تابعینو اثار وي، حافظ ابن کثیر رحمة الله علیه علاوه له دې څخه چي مفسر وو، بلکي یو جلیل القدر محدث هم وو، پر راویانو د جرح او تنقید سره بلد دئ، که کوم روایتونه ضعیف وي د هغو ضعف یې ښکاره کړی دئ، بله ځانګړتیا یې داده چي تفسیر ابن کثیر د روایت له لحاظه تر ټولو محتاط او مستند دئ. (علوم القرآن، ص: ۵۰۲، ۵۰۳/ لکیوال: شیخ الاسلام مفتي محمد تقي عثماني/ خپرونکی: مکتبه دارالعلوم کراچی. ۲۰۱۰ م)


عبدالرزاق المهدي؛ چي پر تفسیر ابن کثیر باندي یې تحقیق کړیدی دئ؛ لیکي:


تفسیر ابن کثیر یو ممتازه تفسیر د قرآنکریم دئ، هغه له دې کبله چي تفسیر یې اسانه او مختصر دئ، د ایات تفسیر په ایات سره دئ، یا د ایات تفسیر په مرفوع احادیثو سره دئ، که احادیث نه وه بیا د ایات تفسیر د صحابه په اثارو سره دئ، یا د ایات تفسیر د تابعینو په اقوالو سره دئ، یا د متقدمینو په اثارو سره، نو ځکه دغه تفسیر ابن کثیر تر ټولو اسانه او (احسن التفاسیر) دئ. 


منهج ابن کثیر فی تفسیره: یمتاز تفسیر ابن کثیر بانه یذکر الایة، ثم یفسرها بعبارة سهلة موجزة، ثم یفسرها بآیات اخری ان وجد لها شواهد، و هذا من باب تفسیر القرآن، ثم یشرع فی سرد الاحادیث المرفوعة التی لها تعلق بالآیة المفسرة، و تراه یتکلم علی الاحادیث الواهیة، والمختلف فیها فی غالب الاحیان و ربما سکت عن احادیث واهیة، ولکن یعبر عن ذالک بقوله (غریب) فان لم یجد احادیث مرفوعة انتقل الی ماورد عن الصحابة ثم الی اقوال التابعین واهل العلم من المتقدمین وبعد هذا التفسیر من احسن التفاسیر و أیسرها و أقربها الی العلماء و طلبة العلم، فان عبارته سهلة موجزة. (تفسیر ابن کثیر، ج: ۱، ص: ۸)


علامه سیوطی رحمة الله علیه په (الاکلیل فی استنباط التنزیل) کي د بن حاتم څخه ددې ایات په تفسیر کي روایت کوي:
قال مجاهد صوت الغناء والمزامیر و قال الحسن الدف ( الاکیل : ص: ۱۴۴)


ژباړه: مجاهد د (صوت) څخه موسیقي او د موسیقۍ آلات مرادوي او حضرت حسن بصری رحمة الله علیه بیا د (صوت) څخه دریا مرادوي.


 

نور بیا...

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته