تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلامي حجاب مراعت ظلم نه؛ بلکي افتخار دئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 25, 2024
  0

لیکنه: بریالی فیضي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د اسلامي حجاب مراعت ظلم نه؛ بلکي افتخار دئ


افغانستان د ټولو متدینو مسلمانو افغانانو کور دئ، د اسلام د مبارک دین سره مینه د دې هیواد د اوسېدونکو په خټه کي اخښل سوې ده.
د افغانستان نارینه او ښځي ټول د اسلام او اسلامي احکامو سره بې کچي مینه لري. 


د دې هیواد نوو تنکیو ځوانانو د اسلامي نظام د رامنځته کولو له پاره خپل سرونه نذرانه کړي دي او اوس چي اسلامي نظام پر ټوله هیواد حاکم سوی، همدا ځوانان ئې د پایښت له پاره شپه او ورځ د خپلو ولسونو د امنیت ساتنه کوي. 


د دې با عزته ملت نارینه او ښځينه د اسلامي نظام سره د زړه له تله مینه لري.


په افغانستان کي د ا.ا په دوهم ځل واکمنېدو سره له نېکه مرغه پر ټولو اسلامي احکامو سربېره یوه مسئله چي جدي توجه ورته وسوه، هغه د ښځو د حجاب مسئله ده. 


د افغانستان ا.ا په دې وروستیو کي په رسنیو، علمي مراکزو او عامو بازارونو کي د ښځو له پاره د اسلامي حجاب د مراعتولو یو لړ سپارښتني وکړې. 


د افغانستان پتمني ښځي مسلماني وې او دي، د ا.ا له لوري د ښځو له پاره د اسلامي حجاب په اړه سپارښتني په دې معنی نه دي، چي ګواکي دوی تر دې وړاندي په ټوله کي د اسلامي حجاب مراعت ته ژمني نه وې، بلکي ا.ا د یوه نظام په حیث دا حق لري، چي د حجاب په څېر د یو شمېر اسلامي احکامو پر تطبیق تاکید وکړي. 


 بدبختانه په ټولنیزو رسنیو کي د ځینو نا معلومو آدرسونو له لوري په دې وروستیو کي داسي ادعاوي کیږي، چي د ا.ا مسؤلین حق نه لري، چي د ښځو په چارو کي لاسوهنه وکړي. 


دوی د ښځو په اړه د ا.ا وروستیو پرېکړو ته د ظلم کلمه کاروي، حال دا چي په یوه ټولنه کي په کُلي ډول د اسلامي حکمونو تطبیقول ظلم نه بلکي د هر مسلمان له پاره یو ستر افتخار دئ. 


د افغانستان اتباع که ښځي دي که نارینه، دوی په دغه هیواد کي د اسلامي احکامو پر تطبیقولو خوښ دي، که څه هم په پرله پسې ډول د شاوخوا څلورو لسیزو راهیسي په دغه هیواد کي یو شمېر بهرنۍ نظريې ازمایل سوي، خو هیڅ یوې ئې نتیجه نه ده ورکړې او نه هم افغان ملت ښځو او نر منلې ده. 


دا چي اوس پر ټولنیزو رسنیو د ځینو مبهمو آدرسونو له لوري د اسلامي احکامو د تطبیق پر ضد کومي څرګندوني کیږي، دا اصلا د غرب د غلامانو او د ځینو هغه افغانانو له لوري ترسره کیږي، چي په هیواد کي د اوسني اسلامي نظام پر ضد د بهرنیانو پروژې عملي کوي.
خو دا ځل افغانان د دې آزمایل سویو خلګو او نظریو سره پوره بلد دي او د دوی له لوري مغرضانه څرګندوني به د افغانانو په عزم کي تغیر رانه ولي. 


افغانستان اسلامي هیواد دئ او دلته به د اسلام احکام نافذ وي، چي همدا د افغانانو له پاره سرې کرښي دي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته