تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ستراتيژیک پلان جوړونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 25, 2024
  0
لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
ستراتيژیک پلان جوړونه 
 
د ستراتیژۍ په تطبیق کې لومړنۍ کړنه د لاندي اصولو په اساس ارزیابي کیږي.
 
۱ : ستراتيژي په عملیاتي اصطلاحاتو ژباړل ( د ستراتیژي د عملي کولو لپاره د هغې تحلیل)
 
۲ : سازمان د ستراتيژۍ د تطبیق په لور رهنما کول.
 
۳ : ستراتیژي عام فهمه جوړه ول.
 
۳ : د ستراتیژۍ تبدیلول په یوې دومداره پروسي.
 
د ستراتیژۍ د تدوین چارچوپ
 
د ستراتیژۍ د تدوین چارچوپ په لاندي ډول دی.
 
۱ : د پيل مرحله. 
 
۲ : د واردولو ( وړاندي کولو) مرحله. 
 
۳ : د تطبیق او مقایسه مرحله. 
 
۴ : د تصمیم نیولو مرحله. 
 
د ستراتيژيک مدیریت مرحلې 
 
ستراتيژيک مدیریت د درې مرحلو لرونکی دی چي په لاندي ډول دي.
 
۱ : د ستراتیژۍ د تدوین مرحله. 
 
۲ : د ستراتيژۍ د اجرا مرحله. 
 
۳ : د ستراتیژۍ د ارزیابۍ مرحله. 
 
د ستراتیژیک او تکتیکي پلان تر منځ ټوپیرونه 
 
د ستراتيژیک او تکتیکې پلان تر منځ توپیرونه په لاندي جدول کې ښوول کیږي.
 
ستراتيژیک پلان/ تکتیکي پلان. 
 
ستراتيژیک پلان د رهبرۍ په سطحه وي.  تکتیکي پلان د مدیریت په سطحه وي. 
 
ستراتيژیک پلان د ډېر وخت لپاره وي.  تکتیکي پلان د لنډ وخت لپاره وي. 
 
په ستراتيژیک پلان کي راتلوونکي ګټي سنجول کیږي. په تکتیکې پلان کي موجوده ګټي سنجول کیږي. 
 
ستراتيژیک پلان لا تجربه شوې نه وي. تکتیکې پلان بیا په تجربه استوار وي. 
 
کله چي ستراتیژیک پلان جوړه وئ نو لاندي پوښتنې باید هرو مرو ځواب کړئ.
 
۱ : د سازمان یا مؤسسې فعالیت او کړني څه دي؟
 
۲ : د دغه فعالیت د ترسره کولو دلیل څه دئ؟
 
د کړنو له مخي د ستراتيژۍ ډولونه 
 
د کړنو له مخي د ستراتیژۍ ډولونه اته دي چي په لاندي ډول ترې یادونه کوو.
 
۱ : د پراختیا ستراتيژي. 
 
۲ : د ادغام ستراتيژي. 
 
۳ : د شرکت د پلورلو ستراتيژي. 
 
۴ : د ثبات ستراتيژي. 
 
۵ : انقباضي ستراتیژي. 
 
۶ : ترکیبي ستراتيژي. 
 
۷ : دفاعي ستراتيژي. 
 
۸ : د ګډي پانګي اچوني ستراتيژي. 
 
ماخذ: ښوونیزه رهبري 
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته