تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د هوسا سفر په وخت کي پوره لمونځ
 
  December 5, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۰۹۴)

نوم: صديقي

د اوسېدو ځاى: (جلال اباد،  افغانستان )

سوال :  ځني علماء وايي چي کله په سفر کي د اقامت په شان هر ډول سهولتونه موجود وي نو بیا یواځي لارهکي سفر لمونځ جواز لري او بس لکه یو سړی داسي اطاق یا کور ولري چی له جلال اباد څخه ورځي نو هرڅه په کي موجود یعني سهولتونه لکه د خپل کور په شان یو بیا باید پوره لمونځ ادا کړي د ځواب او وضاحت په هیله جزاکم الله احسن الجزاء.

 جواب :

حامداً و مصلياً

زموږ د احنافو رحمة الله علیهم په اند دمسافر فرض په څلور رکعتیز لمانځه کي دوه رکعته دی یعني په اصل کي همدا دوه رکعته فرض  دي داسي نه ده چي د تکلیف او یا مشقت له کبله پر ده باندي د څلورو څخه دوه رکعته لازم دي بلکه تر څوچي مسافر وي په هر څومره  استراحت کي چي وي دوه رکعته به کوي،  پوره لمونځ کول د سنت طریقې خلاف او اساءت دی البته که پوره  وسي او د مابین ناسته هم وسي نو به ئې دوه رکعته نفل سي  فرض ئې بیا هم هغه دوه رکعته دي ، او دا د راحت او ستړیا په حالت کي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم او د صحابه ؤ  او خلفای راشیدینورضي الله عنهم سنت دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١):  من مشايخنا من لقب المسألة بأن القصر عندنا عزيمة ، والإكمال رخصة وهذا التلقيب على أصلنا خطأ ؛ لأن الركعتين من ذوات الأربع في حق المسافر ليستا قصرا حقيقة عندنا بل هما تمام فرض المسافر ، والإكمال ليس رخصة في حقه بل هو إساءة ومخالفة للسنة ، هكذا روي عن أبي حنيفة أنه قال : من أتم الصلاة في السفر فقد أساء وخالف السنة. بدائع: ج۱، ص۹۱، طبع، دارالکتب العلمیة بیروت.
(۲): و یقصر المسافر الفرض الرباعی و یصلیه رکعتین وجوبا لمواظبتہ ص علی القصر فی السفر و عن ابن عمر ضی الله تعالی عنه قال: صَحِبْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فِى السَّفَرِ فَلَمْ يَزِدْ عَلَى رَكْعَتَيْنِ حَتَّى قَبَضَهُ اللَّهُ وَصَحِبْتُ أَبَا بَكْرٍ فَلَمْ يَزِدْ عَلَى رَكْعَتَيْنِ حَتَّى قَبَضَهُ اللَّهُ وَصَحِبْتُ عُمَرَ فَلَمْ يَزِدْ عَلَى رَكْعَتَيْنِ حَتَّى قَبَضَهُ اللَّهُ ثُمَّ صَحِبْتُ عُثْمَانَ فَلَمْ يَزِدْ عَلَى رَكْعَتَيْنِ حَتَّى قَبَضَهُ اللَّهُ. رواه مسلم: ج۱، ص۳۱۳. 
(۳): فتاوی حقانیة: ج۳، ص۳۵۰، طبع دارالعلوم حقانیة. 

جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته