تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د روژی په میاشت کې په ځانګړی توګه عبادت زیات وکړی، پر فرض لمونځونو سربیره په خصوصی توګه نوافل هم اداکړی، او د زیات نه زیاتی نیکی کټلو لپاره ملا وتړی، دا د پاکي او برکت میاشت ده، دالله جل جلاله د ځانګړی بخشش او رحمت میاشت ده، د برات میاشتی په وروستی ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم د روژی د برکتونو په یادونه کې وفرمایل : خلکو پر تاسې د يوه ستر عظمت او برکت میاشت سیوری کیدونکې ده، دا هغه میاشت ده چې پکې يوه شپه (لیل القدر ) له زرو میاشتو نه غوره ده، الله جل جلاله د دی میاشتی روژی فرض کړی ، او د شپی يې ( مسنون تراویح ) نفل مقرر کړی دي، څوک چې په دې میاشت کې د زړه په غوښتنه نیک کار وکړي، د نورو میاشتو د فرضو په اندازه به اجر ترلاسه کړي او څوک چې په دې میاشت کې فرض ادا کړي، الله جل جلاله به ورته د نورو میاشتو د اویا فرضونو اجر او ثواب ورکړي .
ماخذ : په اسلام کي د ژوندانه اداب
www.taleemulislam.net