نبوي سیرت (۴۸ برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د رسول الله ﷺ زامن: قاسم ، عبدالله او ابراهیم
مقصد دا چي رسول الله ﷺ پر حضرت خديجې رضی الله عنها د دې تر وفاته بله ښځه و نه غوښتل او اللهﷻ و رسول الله ﷺ ته د حضرت خديجې رضی الله عنها څخه اولادونه ورکړل چي د هغو د جملې څخه يو قاسم دى، قاسم د رسول الله ﷺ اول اولاد دى، ويل کيږي چي قاسم د دوو يا څلوروکلو ؤ چي وفات سو، خو صحيح روايت دا دى چي قاسم لوى سو حتّْی و داسي اندازې ته ورسيدى چي پر آس سپرېدلاى سواى، يعني: د اوو کلو په شا وخوا کي ؤ چي وفات سو، همدارنګه د خديجې رضی الله عنها څخه د رسول الله ﷺ بل زوى عبدالله ؤ چي د دغه عبدالله يو لقب طاهر ؤ او بل لقب يې طيب ؤ، ځيني خلك په دې کي خطاوزي او وايي: د رسول الله ﷺ زامن: قاسم، عبدالله، طاهر او طيب دي، خو په حقيقت کي طاهر او طيب دواړه د دغه عبدالله لقبونه دي او عبدالله هم په کوچنيوالي وفات سو. قاسم د رسول الله ﷺ تر بعثت د مخه وفات سوى دى او عبدالله په کوچنيوالي پسله بعثته وفات سوى دى.
د رسول الله ﷺ دریم زوی: ابراهیم او لوڼي
او د رسول الله ﷺ درېیم زوى چي ابراهيم نومېدى د حضرتِ ماريه القبطیې رضی الله عنها څخه دى چي د هغه ولادت بيا وروسته په مدينه منوره کي ؤ، کوم وخت چي مقوقس د مصر پاچا و رسول الله ﷺ ته دغه ماريه رضی الله عنها په هديه کي راوليږل او رسول الله ﷺ نکاح ور سره وکړه اللهﷻ د هغې څخه زوى ورکړی چي نوم يې ابراهيم ؤ او ابراهيم هم د رِضاعت يعني: تي رودلو په وخت کي وفات سوى دى، د عمر يې دوه کاله نه وه پوره سوي چي وفات سو، په حديث شريف کي راغلي دي چي رسول الله ﷺ فرمايي: ابراهيم لره په جنت کي دايي سته او ده ته هلته تئ ورکوي، دا د رسول الله ﷺ زامن وه چي دوه يې د حضرتِ خديجې رضی الله عنها څخه وه، چي قاسم او عبدالله دي او يو زوى يې د ماريه القبطيې رضی الله عنها څخه ؤ چي ابراهيم دى، مګر د رسول الله ﷺ لوڼي: زينب، رُقيه، اُم کُلثوم او فاطمه رضی الله عنهن دي چي ټولي لوى سوي دي او د اسلام وخت يې نيولى دى او ټولو هم ايمان راوړى دی او په اسلام مشرفه سوي دي او د رسول الله ﷺ ټولي لوڼي د حضرت خديجې رضی الله عنها څخه دي.
اوس نو د رسول الله ﷺ وخت او ژوند تر واده کولو وروسته تر بعثته پوري چي پنځلس کاله دى په عادي ډول سره تېرېدى ځکه کوم وخت چي ده ﷺ واده وکړی عمر يې پنځه ويشت کاله ؤ او پر څلوېښتم کال وحيي ورته نازلي سوې، په دغو پنځلسو کلو کي يو څه عادي واقعې پيښي سوي دي چي د هغو واقعو د جملې څخه يوه واقعه د کعبې شريفي د بِناء او تعمير نوى والى او بيا جوړول دي.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند