یو اړین سوال
ليکوال: محب الله (ذاکر)
که ستا پر ټوله ژوند باندي (عکاسي) فلم جوړ سي، چي په هغه کي هره شېبه ثبت او موجوده وي، ایا ته هغه د خلکو په مخکي د خپل فامیل سره کتلای سې؟
که دي جواب (منفي) وي، نو ددې (عکاسي) فلم جوړولو ( پروډکشن) باندي توجه وکړه؛ پروډکشن یا د فلم هغه مرکزي برخه چي ته یې! دا ستا پر ژوند باندي اتومات (خپله) جوړیږي او د محشر په ورځ به د ټولو په مخکي وړاندي کیږي.
يَوْمَئِذٍ تُعْرَضُونَ لَا تَخْفَىٰ مِنكُمْ خَافِيَةٌ ﴿الحاقة: ١٨﴾ ژباړه: هغه ورځ به وي، چي تاسي وړاندي کړل سئ؛ ستاسي هیڅ راز به هم پټ پري نه ښوول سي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مأخد تعليم الاسلام مجله 26 ګڼه