تازه سرليکونه
د (روژه مبارکه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د روژې میاشتی برکتونه(۲)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 26, 2021
  0

د روژې میاشتی برکتونه(۲)


لیکنه :مولوي نورالحق مظهري/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


دوهمه برخه اووم برکت:

بل برکت ددې مياشتي دا دی چي پدې مياشتي کي د پيشلمي په کولو کي الله پاک ډېر فضيلت ايښی دی لکه چي په حديث کي راځي: تَسَحَّرُوا فَإِنَّ فِي السَّحُورِ بَرَكَةً.[متفق عليه]


ژباړه: پيشلمی وکړئ ځکه چي په پيشملي کي برکت دی.


زموږ او د اهل کتابو د روژې یو تفاوت پدغه کي دی چي موږ پیشلمی کوو دوی یې نکوي او د پیشلمي كول لکه په ظاهري معنی چي د الله پاک لخوا امت ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ځانګړیتوب او احسان دی په معنوي لحاظ هم پر ډېرو برکتونو باندي مشتمل دی، پیشلمي ته کښیناستل ددې لامل جوړیږي چي انسان دي عبادت وکړي، ددې برکتناکه وخت د انوارو څخه دي برخمن سي او الهي رحمتونه دي ورباندی ووریږي.

 

د پیشلمي لپاره کوم خاص ټاکل سوی وخت نسته د شپې په آخرنۍ برخه کي د صبح دمېدلو څخه دي دومره وخت مخکي کښېني چي د صبح تر دمېدلو پوري په کافي اندازه خوراک او څښاک وکړي البته د صبح تر دمېدلو څو دقیقې مخکي باید پیشلمی بند کړل سي.


اتم برکت:
بل برکت ددې مياشتي دا دی چي پدې مياشتي کي د بنده نفل په فرضو او يو فرض يې په اويا فرضو باندي حسابل کيږي لکه په حديث کي چي راځي: مَنْ تَقَرَّبَ فِيهِ بِخَصْلَةٍ مِنَ الْخَيْرِ كَانَ كَمَنْ أَدَّى فَرِيضَةً فِيمَا سِوَاهُ، وَمَنْ أَدَّى فَرِيضَةً فِيهِ كَانَ كَمَنْ أَدَّى سَبْعِينَ فَرِيضَةً فِيمَا سِوَاهُ. [شعب الايمان 224]


ژباړه: څوک چي پدې مياشتي کي په يوه خصلت د خير ځان نژدې کړي،  نو داسي دی لکه هغه څوک چي په نورو مياشتو کي يې فرض أداء کړی وي او چي څوک پدې مياشتي کي فرض آداء کړي نو داسي دی لکه په نورو مياشتو کي چي یې اويا 70 فرضه آداء کړي وي. 
نو موږ بايد دې میاشتي ته د یو فرصت په سترګه وګورو او د لاسه یې ورنکړو ځکه داسي فضیلت بیا په بل وخت کي په لاس نه راځي.


نهم برکت:
بل برکت ددې مياشتي دا دی چي پدې مياشتي کي د يوې روژې په نيولو سره انسان د اويا کالو سفر مسافت په اندازه د دوږخ څخه ليري کيږي.  لکه په حديث کي چي راځي:


مَنْ صَامَ يَوْمًا فِي سَبِيلِ اللهِ بَعَّدَ اللَّهُ وَجْهَهُ ، عَنِ النَّارِ سَبْعِينَ خَرِيفًا.[صحيح البخاري 2840]


ژباړه: څوک چي يوه ورځ د الله په لاره کي روژه ونيسي نو الله پاک به يې مخ د اويا 70 کاله سفر مسافت په اندازه د اور څخه ليري کړي.
دا معلومه خبره ده چي هر مسلمان ددې غوښتونکی دی چي الله پاک یې د اور څخه لیري کړي نو د اور د لیري کېدلو لپاره یوه ذریعه ددې مبارکي میاشتي د روژې نیول دي چي هر مسلمان یې باید عملي کړي.

 

لسم برکت:
بل برکت ددې مياشتي دا دی چي دا مياشت د توبې کولو لپاره ځانګړی وخت بلل سوی دی چي په اخلاص باندي توبه کول ارومرو د الله پاک په دربار کي قبليږي لکه په حديث کي چي راځي: وَرَغِمَ أَنْفُ رَجُلٍ دَخَلَ عَلَيْهِ رَمَضَانُ ثُمَّ انْسَلَخَ قَبْلَ أَنْ يُغْفَرَ لَهُ.[سنن ترمذي 3890]
ژباړه: په خاورو دي سي پزه د هغه انسان چي مياشت د روژې ورباندي راسي او بيا بيرته ځيني ولاړه سي مخکي تر دې چي ده ته بخښه وسي. 


نو مخكي تردې چی الله مکړه دا طلایي فرصت راڅخه ولاړسي راسئ همدا اوس توبه وکړو او پر تیرو ګناهونو باندي د پښیمانۍ په ښکاره کولو سره د الله پاک سره دا وعده وکړو چي هیڅ وخت بیا هغه ګناهونو ته نه ورځو، همدا راز د را روانو وختونو په اړه هم د الله پاک څخه ددې توفیق وغواړو چي د ګناهونو څخه مو وساتي او موږ ته پر توبې د استقامت همت او غیرت راکړي.


یوولسم برکت:
بل برکت ددې مياشتي دا دی چي ددې مياشتي د روژې په نيولو باندي د انسان لپاره ددې مياشتي مخکي د ټول عمر ګناهونه ور بخښل کيږي لکه په حديث کي چي راځي: من صام رمضان إيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ. [متفق عليه] ژباړه: څوک د روژې مياشتي روژه په ايماندارۍ او طلب د ثواب ونيسي ټول هغه ګناهونه به ورته وبخښل سي چي ده مخکي کړيدي.


دا ډېر عظیم او لوی برکت دی چي الله پاک د روژاتي په نصیب کړی دی، ددې عظیم برکت د لاسته راوړلو لپاره باید موږ د روژې په نیولو کي خپل نیتونه صفا کړو او تنها د الله پاک د رضایت لپاره روژه ونیسو.


دوولسم برکت:
بل برکت ددې مياشتي دا دی چي ددې مياشتي په تراويح لمانځه باندي د انسان لپاره تر دې مياشتي مخکي د ټول عمر ګناهونه بخښل کيږي لکه په حديث کي چي راځي: مَنْ قَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ.[متفق عليه] ژباړه: څوک چي په ايماندارۍ او طلب د ثواب د روژې  د مياشتي عبادت وکړي ټول هغه ګناهونه به ورته وبخښل سي چي ده مخکي کړيدي.


دا عظیم برکت به موږ د تراویح لمانځه په کولو سره لاسته راوړو نو باید کوښښ وکړو چي تراویح راڅخه پاته نسي او په هغه ډول تراویح وکړو کوم چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصحابو څخه موږ ته را نقل سویدي.


ددې لپاره چي موږ سمي تراویح وکړو باید ټول سنتونه یې پرځای کړو، نارینه باید د تراویح د کولو لپاره جماعت ته ولاړ سي هلته یې ښه په اطمینان او سکون باندی آداء کړي او په تراویح کي لږ لږه یوځل قرآن ختم کړي همداسي د روژې ټوله میاشت یې وکړي  او ښځینه باید تراویح په ښه سکون او اطمینان سره په خپل کور کي وکړي.


یادونه: ځیني خلګ د تراویح د لمانځه سره ډېره بې باكي كوي او په لږ وخت کي یې په ډېري تیزۍ سره کوي داسي لمونځ د انسان په درد نه خوري مسلمان باید ځان ورڅخه وساتي.


دیارلسم برکت:
بل برکت ددې مياشتي دا دی چي پدې مياشتي کي د روژې نيولو په سبب چي د بنده په خوله کي کوم بوی پيدا کيږي هغه بوی الله پاک ته د مشکو تر بوی هم ښه خوند ورکوي: لکه په حديث کي چي راځي: وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ لَخُلُوفُ فَمِ الصَّائِمِ أَطْيَبُ عِنْدَ اللَّهِ مِنْ رِيحِ الْمِسْكِ.[متفق عليه]


ژباړه: زما دي قسم وي په هغه ذات چي نفس د محمد دده په لاس کي دی چي د روژاتي د خولې بوي الله پاک ته د مشکو تر بوی خوښ دی.


د خولې بوی ظاهرا بد معلومیږي او د انسان پر طبیعت باندي سم نه لګیږي خو الله پاک روژاتي ته د روژې په برکت دومره لوړه مرتبه ورکړېده چي دغه بد بوی ورته ښه ښکاري او ښه یې ورڅخه راځي، روژاتی باید په خپل قدر باندي پوه سي.

 

څوارلسم برکت:
بل برکت ددې مياشتي دا دی چي ددې مياشتي په خاطر الله پاک مسلمان ته دوې خوشالۍ ورکړيدي يوه خوشالي د روژه مات پر وخت او بله خوشالي د قيامت په ورځ کي ده لکه په حديث کي چي راځي: لِلصَّائِمِ فَرْحَتَانِ يَفْرَحُهُمَا إِذَا أَفْطَرَ فَرِحَ وَإِذَا لَقِيَ رَبَّهُ فَرِحَ بِصَوْمِهِ.[متفق عليه]
ژباړه: د روژاتي لپاره دوې خوشالۍ دي: کله چي روژه ماته کړي خوشاله سي او کله چي د الله پاک سره ملاقات وکړي په خپلي روژې به خوشاله سي.


په روژه ماتي کي دوه ډوله خوشالي د روژاتي په برخه کيږي؛ يوه ظاهري طبعي خوشالي ده چي د لوږي او تندي د ختمېدلو له کبله انسان ته پيدا کيږي ځکه دی پدې وخت کي وږی او تږی وي نو چي کله روژه ماته کړي ارومرو يې لوږه او تنده ورسره ختمېږي او احساس د خوشالۍ کوي، بله معنوي او پټه خوشالي ده چي هغه انسان ته د عبادت او دعا د قبوليت له کبله پيدا کيږي، روژاتي چي ټوله ورځ سمه د شرايطو سره برابره روژه نيولې وي نو چي کله روژه ماتوي يو ډول احساس د خوشالۍ ورته پيدا کيږي چي الحمدلله روژه مي په خير سره تر دې ځايه را ورسول او دا د روژې د قبوليت يوه نښه هم ده همدا راز پدې خاطر چي د روژه مات وخت د دعا د قبلېدلو لپاره خاص وخت دی نو چي کله انسان دعا کوي او پدې باندي يقين هم لري چي زما دعا قبليږي نو حتما يو قسم خوشالي ورته پيدا کيږي.


دويمه خوشالي د آخرت د ورځي خوشالي ده چي الله پاک يې و روژاتي ته د اجرت او مزدورۍ په ورکولو باندي ورکوي د هغې خوشالۍ کيفيت او کميت الله تعالی ته معلوم دی چي څومره ډېره لويه خوشالي به وي ځکه چي د روژې د ډېر فضيلت له کبله بنده ته د هغې اجرت ندی معلوم لکه په حديث کي چي راځي تنها الله پاک ته معلوم دی.


ماخذ:اسلامي مقالې 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته