تعلیم الاسلام ویب پاڼه
نافع بن عبدالحارث د مکي والي د عمر رضي الله عنه سره مخامخ شو، ورته يې وويل: په علاقه دې څوک مشر کړی دی؟ نافع ورته وويل: ابن ابزی مې مشر ټاکلی دی؟ عمر رضي الله عنه ورته وويل: ابن ابزی څوک دی؟
هغه ورته وويل: زموږ له مريانو څه يو مری دی؟ عمر رضي الله عنه ورته وويل: ايا تا ورباندې مری مشر ټاکلی دی!! نافع ورته وويل: هغه د الله د کتاب لوستونکی دی، په ميراث باندې ښه پوهيږي. عمر رضي الله عنه ورته وويل: زموږ ستاسو نبي داسې ويلي دي:
(( بيشکه الله تعالی په دې کتاب[قرآن] باندې ځينې قومونو ته سرلوړي ورکوي او ځينې نور بيا په دې سره خوار او ذليله کوي)).
www.taleemulislam.net