لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د درو ډلو انسانانو له آزاره ځانونه وساتئ
هر انسان ځان ته آزار لري او هر آزار ځان ته خاص تأثير لري خو په انسانانو کي د لاندي کسانو د آزار ګناه او د هغوی د آزار تاوانونه بيخي ډېر دي:
۱ - د يتيم آزار؛ د يتيم آزار هغه لوی جرم او ګناه ده چي په احايثو کي د نورو کبيره ګناهونو تر څنګ دا هم کبيره ګناه بلل سوېده او رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه کور ډېر بد کور ګڼلی په کوم کي چي د يتيم سره ښه چلند نه کيږي په حديث شريف کي راځي:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ قَالَ: خَيْرُ بَيْتٍ فِي الْمُسْلِمِينَ بَيْتٌ فِيهِ يَتِيمٌ يُحْسَنُ إِلَيْهِ، وَشَرُّ بَيْتٍ فِي الْمُسْلِمِينَ بَيْتٌ فِيهِ يَتِيمٌ يُسَاءُ إِلَيْهِ.[سنن ابن ماجه۳۶۷۹]
ژباړه: تر ټولو غوره کور هغه دی چي په هغه کي يتيم وي او د هغه سره ښه چلند کيږي او تر ټولو بد کور هغه دی په هغه کي يتيم وي او د هغه سره بد چلند کيږي.
همداسي الله تعالی هغه کسان چي په ظلم د يتيم مال خوري ظالمان بللي او د هغوی لپاره يې په آخرت کي په اور باندي د سوځولو ګواښ کړی دی او فرمايلي دي:
إِنَّ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَالَ الْيَتَامَى ظُلْماً إِنَّمَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ نَاراً.[النساء: ۱۰]
ژباړه: هغه کسان چي په ظلم د يتيمانو مالونه خوري هغوی په خپلو نسونو کي اورونه خوري.
پر يتيم باندي د الله تعالی دومره ډېره خوا بديږي چي خپل پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته په خطاب کي فرمايي: فَأَمَّا الْيَتِيمَ فَلَا تَقْهَرْ.[الضحي ۹] ژباړه: پر يتيم قهر/ خښم مکوه.
الله تعالی د وليد يا ابوجهل په باره کي چي د يو يتيم حق يې نه ورکوی فرمايي:
فَذَلِكَ الَّذِي يَدُعُّ الْيَتِيمَ.[الماعون۱-۲]
دا هغه څوک دی چي يتيم د خپل حق څخه منع کوي.
يعني د يتيم حق نه ورکوي؛ ابن کثير رحمه الله فرمايي: د دې څخه مراد هغه څوک دی چي پر يتيم قهر کوي، ظلم ورباندي کوي، حق يې ورڅخه اخلي او ښه ژوند نه ورسره کوي.
بناءً موږ بايد د يتيمانو سره ډېر احتياط وکړو او چي څومره مو په وسه وي يتيم ونازوو تر څو خدای مکړه د يتيم آزار مو و نه وهي او د دنيا او آخرت ژوند مو برباد نسي.
۲ – د علماؤ آزار؛ علماء هغه کسان دي چي الله تعالی د انبياؤ په وراثت نازولي او دوی ته يې د نورو انسانانو په نسبت ډېره لويه مرتبه ورکړېده ځکه نو د دوی آزار ډېره لويه ګناه ده او د دوی پر آزار ډېر لوی تاوانونه مرتب دي؛ په احاديثو کي راځي چي د قيامت په ورځ الله تعالی د انبياؤ وروسته علماؤ ته حق د شفاعت ورکوي:
عَنْ عُثْمَانَ بْنِ عَفَّانَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ: يَشْفَعُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ثَلاَثَةٌ: الأَنْبِيَاءُ، ثُمَّ الْعُلَمَاءُ، ثُمَّ الشُّهَدَاءُ.[سنن ابن ماجة۴۳۱۳]
ژباړه: د عثمان بن عفان رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د قيامت په ورځ درو ډلو ته د شفاعت اجازه ورکول کيږي: انبياؤ ته، بيا علماؤ ته او بيا شهيدانو ته.
همداسي رسول الله صلی الله عليه وسلم د علماؤ سپکاوی د منافق کار ګڼلی دی او فرمايي:
ژباړه: د ابو امامه رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د درو نفرو په حق کي سپکاوی نه کوي مګر هغه څوک چي منافق وي؛ په اسلام کي د سپينږيري، د علم خاوند، عادل باچا.
امام ابوحنيفه او امام شافعي رحمهما الله فرمايي: إن لم يكن العلماء أولياء الله، فليس لله ولي.[التبيان]ژباړه: که علماء د الله تعالی اولياء نه وي نو د الله تعالی لپاره ولي نسته.
کله چي علماء د الله تعالی اولياء سوه الله تعالی د هغو کسانو په وړاندي د جګړې اعلان کړی دی چي دده د اولياؤ سره دښمني کوي؛ په حديث کي راځي:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم: إِنَّ اللَّهَ قَالَ مَنْ عَادَى لِي وَلِيًّا فَقَدْ آذَنْتُهُ بِالْحَرْبِ.[صحيح البخاري۶۵۰۲]
ژباړه: ابوهريره رضي الله عنه روايت کوي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: الله پاک وايي: څوک چي زما د يو دوست سره دښمني وکړي نو زه د هغه سره اعلان د جنګ کوم.
حضرت علي رضي الله عنه فرمايي: من استخف بالعلماء ذهبت آخرته. (آداب الملوك للثعالب) ژباړه: څوک چي د علماؤ سپکاوی وکړي آخرت به يې خراب سي.
پورته احاديثو ته په کتو دا لازمه ده چي موږ د علماؤ قدر وپېژنو او د هغوی د هر ډول سپکاوي او اهانت څخه ځان وساتو تر څو خدای مکړه د الله تعالی د قهر وړ و نه ګرځو او آخرت مو وران نسي.
۳ – د مجاهدينو آزار؛ مجاهدينو ته الله تعالی داسي لوړ مقام ورکړی دی چي په ژوند کي يې د دوی په هڅو او کوښښونو مسلمانانو ته عزت بښلی او په آخرت کي يې هم ډېره لويه مرتبه ورکړېده.
خالد بن وليد رضي الله عنه چي ډېر تکړه مجاهد وو او د کفارو سره يې ډېر جنګونه کړيدي رسول الله صلی الله عليه وسلم يې په اړه فرمايي:
عن عبد الله بن أبي أوفى: أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال: لا تؤذوا خالدا فإنه سيف من سيوف الله صبه على الكفار.[المستدرک ۵۲۹۷]
ژباړه: د عبدالله بن ابي اوفی څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم به مسلمانانو ته ويل: خالد ته آزار مه رسوئ دی د الله د تورو څخه يوه توره ده چي پر کافرانو يې مسلطه کړېده.
رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل ملګري امر کوي چي د خالد بن وليد رضي الله عنه څخه مننه او تقدير وکړي ځکه چي دی د کفارو سره جنګيږي.
ددې حديث څخه له ورايه ښکاري چي مسلمانان بايد هميشه دداسي کسانو تقدير او مننه وکړي چي د کفارو سره جنګيږي او د مسلمانانو د ساتلو لپاره يې د جګړې سنګر تود ساتلی وي.
او مسلمانان بايد تل ځانونه د مجاهدينو د آزار او تکليف څخه وساتي تر څو خدای مکړه په دنيا کي د عزت او په آخرت کي د جنت څخه محروم نسي.
زما خپله تجربه
ما ته چي تر دې دمه په دنيوي ژوند کي کومه تجربه حاصله سوې ده دا ده چي د يتيمانو ځوروونکي به الله تعالی د ډېري سختۍ او بې برکتۍ سره مخامخ کوي او د علماؤ او مجاهدينو ځوروونکي او سپکاوی کوونکي به الله تعالی د ډېري رسوايۍ، بې عزتۍ او بد حالت سره مخامخ کوي.
www.taleemulislam.net