مسلمان ځوان ته پیغام
لیکنه : عبدالسلام حنفی/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د ږیری د پریخودلو او دبریتونو د کمولو په باره کی ږیره داسی یو شی دی چیپه دی سره دکوچنی او لوی په منځ کی توپیر کیژی او دسړیو لپاره یو ښکلا او د شکل پوره کوونکی ده له همدﯤ وجی د دی پریخودل ضروری دی او د دی خرئیل او پری کول د مجوسو او کفارو طریقه ده او دالله ج په تخلیق کی تغیر راوستل دی په خرئیلو سره د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم لوی لوی سرداران او د لویو کورنیو خلک په ذلیل خلگو کی شمیرلی دی نوته خپل ځان ته فکر وکه چی ته دا چا امتی یی؟
ټولو پیغمبرانو او صالحانو ږیری پریښی دی که چیری په ږیره خرئیلو کی کومه گټه او فایده وی نو دهغوی ټولو به ترهر څه لومړی ږیری خرئیلی وی زکه چی د دوی په شان په ټولو خلک د غوروالی او بهتری نمونه وی او د بریتونو د کمولو وجه دا ده هغه څوک چی بریتونه غټ غټ وی نو کله چی خوراک یا څشاک کوی بریتونه یی په هغی کی ککړیزی او دا کار هم د مجوسو او کفارو دی خو که چیری د محمد صلی الله علیه وسلم د امتیانو دعوه کوی نو دا امر مبارک خو یی هم پر ځای که او په سپکه سترگه مه ورته گوره چی ته یی د امتی دعوه کوی اوته د ده صلی الله علیه وسلم امر نه په ځای کوی چی مبارک علیه السلام فرمایی : (خالفوا المشرکین فصوا الشوارب واعفو الحی ): یعنی د مشرکینو مخالفت وکړی بریتونه لنډ کړی او ږیری پریږدی.
خبردار! دگناه نه نفرت او دگناه کونکی نه نفرت نه کول پکاردی