تازه سرليکونه
د (ستاسو ستونزي) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د هري ناروغۍ لپاره دم
  ت
  January 21, 2012
  0

 عایشة  رضي الله عنها وایي : په موږ کي چي به یو څوک ناروغ سوو. رسول الله  صلی الله عليه وسلم به پر هغه خپل ښی لاس تیراوه او دا دم به یي پر کاوه :أَذْهِبْ الْبَاسَ رَبَّ النَّاسِ وَاشْفِ أَنْتَ الشَّافِي لَا شِفَاءَ إِلَّا شِفَاؤُكَ شِفَاءً لَا يُغَادِرُ سَقَمًا. متفق علیه

ژباړه : ناروغي له منځه یوسه اې د خلګو څښتن او پالونکې ! او روغتیا ورته ورکړه ته شفاء ورکونکی یې ، ستا د شفاء څخه پرته بله شفاء او درملنه نسته ، داسي شفاء ورته ورکړه چي هیڅ ناروغي شاته پرې نه ږدي . عایشة وایي څه مهال چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  ناروغ سوو او مریضي یی درنه سوه ما یي لاس ونیاوه څو د ده په شان دم پر وکړم ، رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل لاس زما د لاس څخه وکیښ او ویی ویل : اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي وَاجْعَلْنِي مَعَ الرَّفِيقِ الْأَعْلَى. یا الله جل جلاله ما لره بخښنه وکړه او د لوړ مقام لرونکي ملګرو سره مي مل ولره ، عایشة رضي الله عنها وایي چي ما نظر ور وا ړا وه د ده مبارکه روح قبض سوې وه .

د تعلیم الاسلام مجلې د ۳ ګڼې څخه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته