د یقین ضعیف والی او تاوان یې
لیکنه : مولوي نورالحق مظهري/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
عَن أَبَي هُرَيْرَةَ يَقُولُ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : إِنَّمَا أَتَخَوَّفُ عَلَى أُمَّتِي ضَعْفَ الْيَقِينِ.[الزهد لابن مبارک557]
ژباړه: د ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: زه پر خپل امت باندي د يقين د ضعيف والي څخه وېريږم.
د يقين د ضعيف والي معني داده چي د الله تعالي قدرتونه د انسان هير سي، پر الله تعالي باندي يې توکل کم سي او آخرت يې بیخي د يادو ووځي بلکي ټوله پاملرنه يې مادياتو او دنيوي کارونو ته واوړي او ددنيا ژوند خپل نهايي هدف وګرځوي.
ماخذ: اسلامي مقالي
www.taleemulislam.net