لیکنه: مولوي خان محمد مذهب/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
چاپلوسي
چاپلوسي يا تملق يو داسي خصلت دی چي په ذريعه سره یې يو کس د بل کس د زر، زور، صلاحيت او يا هم نفوذ څخه د خپلو شخصي، لساني سمتي او یا هم نور موخو لپاره د اسلامي، انساني، عاطفي اخلاقي او ديانتي اصولو، نورمونو، معيارونو او پرنسيپونو خلاف د استفادې هڅه کوي.
په نننۍ نړۍ کي د اداري، تعليمي، تحصيلي، فرهنګي او فاميلي محيطونو په شمول د ژوندانه په ډېرو برخو کي چاپلوسان يا متملقين لګيا دي او په عاميانه اصطلاح بوټپاکي کوي.
د چاپلوسانو ځينې علايم
الف: چاپلوس کس د مقابل اړخ هر نظر او لیدلوری سل سلنه تائيدوي آن که د ديني، کلتوري، مذهبي او اخلاقي اصولو خلاف هم وي.
ب: چاپلوس کس هڅه کوي چي د مورد نظر کس سره ځان بالکل همفکره او همنظره وښيي.
ج: چاپلوس کس هڅه کوي چي د مقابل کس يو مخالف د مخالینو څخه په نښه کړي او د مقابل کس د خوشحاله کولو لپاره يې وغندي، غيبت يې وکړي، بُهتان پرې ووايي او آن ځان يې فکري مخالف وښيي.
د: چاپلوس کس د مقابل کس لپاره يو قسم بې اجرې جاسوس بلل کيږي پدې معنی: چاپلوس هڅه کوي چي د مورد نظر کس د يو مخالف يو د مخالفت هڅه پيدا کړي او چي څومره ژر کيدای سي و مورد نظر کس ته يې د کمي او زيادت سره ورسوي.
ه: چاپلوس انسان د مقابل کس په وړاندي داسي حرکات او سکنات له ځانه ښيي چي چاپلوس نه بلکي مقابل اړخ يو اندازه خجالت پرې احساس کوي د مثال په ډول: صاحبه! زه دي داسې په خدمت کي یم لکه ستا غلام، يا هم داسي ورته وايي: لکه ستا زوی، مزدور او...
و: چاپلوس شخص و مقابل اړخ ته د مقابل اړخ له شرعي حيثيت څخه خورا زيات کاذب حيثيت ورکوي. د مثال په توګه شرعاً به مقابل اړخ د راتلو په وخت کي د ولاړېدو په استقبال نه ارزي اما متملق کس ورته ولاړېږي، مقابل اړخ به د يوې موضوع په اړه ناسم دريځ نیولی وي خو چاپلوس به يې تائيد کوي.
ز: چاپلوس شخص د مورد علاقه کس د اولادونو سره د نورو ماشومانو په نسبت په زياته اندازه په لوبو، مسخرو، خندولو او... کي ځان مصروف ساتي او همدارنګه يې د نورو قريبانو سره د خورا ميني، صمينيت، اخلاص او خواخوږۍ کاذب تمثیل کوي.
د چاپلوس کس شرعي حيثيت په لنډ ډول په لاندي څو کرښو کي وړاندي کيږي:
جناب نبي کريم صلي الله عليه وسلم فرمایلي دي: لَيْسَ مِنْ خُلُقِ الْمُؤْمِنِ اَلْتُّمَلق. رواه البيهقي.
ژباړه: چاپلوسي د مؤمن له اخلاقو څخه نده.
همدارنګه شمس الدین القرطبي رحمه الله فرمایلي دي: رجل ملق یعطي بلسانه ما ليس في قلبه.
ژباړه: چاپلوس کس په ژبه هغه څه وايي چي په زړه کي يې نسته.( تفسير قرطبي: جـــ ۷ صـــ۱۳۲. مأخذ: چاپلوسي صــــ: ۲۵.)
و چاپلوسۍ ته د کس ځينې هڅونکي لاملونه او علتونه په لاندي ډول دي:
اول: پر ځان باندې بې اعتمادي او د ځان د کمترۍ احساس.
دوهم: وروسته پاته والی.
درېیم: ناسالمه فامیلي تربيه.
څلورم: عدم اهليت د کار لپاره د مختلفو عواملو له خاطره لکه د ظرفيت نلرل، د کافي مهارت نلرل، د ملاتړ کونکو نلرل، د نافذه اصول په اساس د ځان واجد شرائط نه بلل او داسې نور.
www.taleemulislam.net