لیکنه: مولوي عبدالله طیب/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
درې کارونه
د حضرت ابي هریرة رضی الله عنه څخه روایت دئ، دی وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: دري کارونه نجات ورکونکي دي، درې کارونه هلاک کونکي دي، درې کارونه درجې لوړونکي دي او دري کارونه د ګناهونو بخښونکي دي.
نجات ورکونکي کارونه
۱ - د الله جل جلاله څخه په ښکاره او پټه بیرېدل؛
۲ - د فقر او سرمایه دارۍ په حالتونو کي میانه روي کول؛
۳ - د خوشحالۍ او خښم په وخت کي عدل کول؛
هلاک کوونکي کارونه
۱- ډیر بخالت کول؛
۲ - د نفس تابع داري کول؛
۳ - او په خپل ځان فخر او ریا کول؛
درجې ورکونکي کارونه
۱ - د سلام خپرول؛
۲ – ډوډۍ ورکول؛
۳ – په شپه کي لمونځ کول چي خلک بیده وي؛
او هغه دري کارونه چي د ګناهونو بخښونکي دي
۱ - په یخني کښي پوره او کامل اودس کول؛
۲ - جماعت ته قدمونه اخېستل، یعني مسجد ته پیاده د جماعت لپاره تلل؛
۳ - او د یوه لمانځه څخه وروسته د بل لمانځه انتظار کول.
ددې کارونو عملې کول په ژوند کي بدلون راولي او انسان و الله تعالی ته نږدې کوي. (منبهات ابن حجر)
www.taleemulislam.net