ژباړه: سمیع الله درانی/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د ذهن پوخوالی
د ذهن پوخوالی بیا په تجربو سره راځي. د ذهن پوخوالی د عمر سره تعلق نه لري، د تجربې سره تعلق لري؛ ځکه بعضي سپین ږیري وي، خو بیا ئې هم په ځیني کارو سر نه خلاصیږي؛ خو برعکس یو ځوان به وي، خو په هغه کار کي به مهارت لري. خو زموږ ژوند اوس داسي سرچپه او پېچلی روان وي، چي د ژوند په ټولو معاملو کي انسان د ذهن پوخوالی نه سي حاصلولای. نو که غواړی، چي ذهن مو پوخ سي، د هغه کار ژوره مطالعه وکړئ. معلومات حاصل کړئ. بیا هغه معلومات تجربه کړئ، له خپلو غلطیو څخه سبق واخلئ. خو دا غلطۍ بیا مه تکراروئ. په دې سره به ستاسو ذهن پوخ سي. ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي دي، چي یو مؤمن باید له یو غار څخه دوه واره و نه چیچل سي. هوښیاران خلک له خپلو تجربو څخه فایدې پورته کوي. د تجربې هیڅ نعم البدل نه سته. که چیري هر ساينسدان د یو تحقیق لپاره د ټایرو ایجاد کولای بیا به ساينس ترقي دومره نه کولای. نو د بل له تجربو څخه فایده واخلئ، پرمختګ وکړئ، روان سئ.
www.taleemulislam.net