لیکنه :مولوي نورالحق مظهري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
عن عبد الله بن ميمون القداح عن إسماعيل بن أمية قال: قال الله تبارك وتعالى لموسى صلى الله عليه وسلم: إني إنما أقبل صلاة من تواضع لعظمتي ولم يتعظم على خلقي وألزم قلبه خوفي وقطع النهار بذكري وكف نفسه عن الشهوات من أجلي، وأطعم الجائع وكسى العاري وآوى الغريب فذلك الذي يشرق نور وجهه يوم القيامة مثل الشمس، يدعوني فألبي له ويسألني فأعطيه وأجعل له في الجهالة حلماً وفي الظلمات نوراً، أكلأه بعزتي وأستحفظه ملائكتي فمثل ذلك العبد في الناس كمثل جنات عدن في الجنان لا تنقطع ثمارها ولا تُغير عن حالها.[تقريب کتاب التواضع الخمول]
ژباړه: عبدالله بن ميمون القداح د اسماعيل بن اميه څخه روايت کوي چي هغه وفرمايل: الله تعالی موسی عليه السلام ته وفرمايل: زه د هغه چا لمونځ قبلوم چي زما لويۍ ته عاجزي وکړي، زما پر بندګانو تکبر ونکړي، په زړه کي يې تل زما وېره وي، ورځ زما په ياد باندي لنډوي، زما لپاره ځان د شهوتونو څخه ساتي، لوږي ته ډوډې ورکوي، لڅ پټوي، بېګانه ته ځای ورکوي، دغه نو هغه څوک دی چي د قيامت په ورځ به يې مخ داسي ځليږي لکه لمر، ما ته دعا کوي زه به يې دعا قبلوم، زما څخه سوال کوي زه به يې ورکوم، په ناپوهۍ کي به حلم ورکوم، په تاريکيو کي به روښنايي ورکوم، په خپل عزت به اوږد عمر ورکوم او په خپلو ملائکو به يې ساتم په خلګو کي ددغه شخص مثال داسي دی لکه په جنتونو کي د عدن جنت مثال چي نه يې ميوه قطع کيږي او نه هم د خپل حال څخه تغير کوي.
ماخذ : اسلامي مقالې
www.taleemulislam.net