تازه سرليکونه
د (شريعت او تجارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کار کول تر سوال کولو غوره دئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 21, 2019
  0

لیکنه: مولوي بخت محمد معتصم بالله/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


کار هم د الله تعالی د نعمتونو څخه یو نعمت دی او ددې نعمت قدر یوازي هغه څوک ښه پیژنې چي دغه نعمت یې د مریضۍ یا څه بل عذر لکبله د لاسه ورکړی وي. ددې سره سره بعضی کسان کار کول نه خوښوي او پر بل چا تکیه کوي او په کوڅو، بازارونو او لارو کي د سوال لاس غځوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چي هیچا د خپل لاس تر کار بهتره ډوډۍ نه ده خوړلې او بیشکه چي د الله نبي داود علیه السلام د خپل لاس د کار څخه خوراک کاوه. (بخاري)
او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چي په تاسو کي یو څوک خپله رسۍ واخلي او سهار غره ته ولاړ سي، بوټي وکړي، هغه خرڅ کړي او هغه وخوري او خیرات هم ور څخه ورکړي دده لپاره ډیر بهتر دی تردې چي د خلګو څخه سوال کوي. (بخاري)


یو فقیر رسول اکریم صلی الله علیه وسلم ته راغلی او سوال یې وکړی، نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چي ایا په کور کي یو شی لرې؟ هغه ورته وویل: هو، یو فرش لرو یوه ټوټه يې اغوندوو او بله یې هواروو او یو لوښی لرو چي په هغه کي چيښاک کوو. نبي علیه السلام ورته وفرمایل چي هغه دواړه راوړه. کله چي دواړه راوړل سوه، نبي کریم صلی الله علیه وسلم په لاس کي واخیستل او ویې فرمایل: دغه دوه څوک رانیسي؟ یوه نفر وویل چي زه یې په یوه درهم غواړم. نبي علیه السلام وفرمایل: څوک يې تر درهم زیات غواړي؟ دوه درې واري یې وفرمایل. یوه کس وویل چي زه یې په دوه درهمه غواړم، نو يې هغه ته ورکړل او درهمونه يې دغه انصاري ته ورکړل او امر یې ورته وکړی چي په یوه درهم ډوډۍ رانیسه او خپلي کورنۍ ته یې ورکړه او په هغه بل درهم تبر رانیسه ما ته یې راوړه. نو یې تبر راوړی او رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپل لاس مبارک هغه ته لاستی واچوی او بیا یې امر ورته وکړی چي: ولاړه سه، بوټي وکړه او خرڅ یې کړه او پنځلس ورځي دي ونه وینم.

 


 

سړی ولاړی، بوټي به یې کول او خرڅول او بیا راغلی چي ۱۰ درهمه یې پیدا کړي وه، په یو څو يې ټوکران او په یو څو يې غذا رانیول. نو مهربانه رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي تا ستا لپاره بهتر ده تردې چي سوال کول د قیامت په ورځ ستا په مخ کي د ټکي (داغ) په شکل راسي... (ابوداود)


ددې نبوي درس څخه څرګنده سوه چي سوال او فقر کول نه یوازي د انسان د ذلت او خجالت سبب ګرځي بلکي پدې سره انسان هغه خپل استعداد او قدرتي عزت تر پښو لاندي کوي. لکه عربي مقوله چي وايي:


بِئس المطاعِمُ حینَ الذُلِّ تَکسِبُها. القِدرُ مُنْتَصَبٌ وَ القَدرُ مَخفوضٌ

یعني د بدترین خواړه هغه دي چي د ذلت د لاري حاصلیږي. دېګ به دي پر نغري باندي وي عزت به دي تر پښو لاندي وي.

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته