تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زغم او صبر کول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 20, 2023
  0

لیکنه: زینب دُرانۍ/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

زغم او صبر کول

 

صبر کول د الله تعالی په حضور کي په خپل تقدیر راضي کیدلو او ځان الله پاک ته سپارلو ته وایي.


صبر کول نه کوم خاص مهارت او هنر غواړي نه هم کوم ټاکلی وخت او زمان لري؛ بلکي د صبر کولو تهداب پر تقوا او توکل ولاړ دئ. 


د مشکلاتو, سختیو, نا امیدي او مایوسي پر وخت صبر کول د کامیابي سرچینه بلل کیږي.


صبر کول او د صبر کولو په حالت کي اقدام کول فرق لري. 


که تاسي د مشکلاتو پر مهال بې غوري کوئ ممکن حال مو تغیر ونه کړي، تجربه او عبرت وانه خلئ او په ځینو حالاتو کي شاید حالت مو نور هم سخت سي؛ مګر که مو د ستونزو پرمهال صبر وکړ او په عین حال کي مو له هوش څخه کار واخېست، هم به ستونزه حل کړئ هم به تجربه واخلئ او نه به الله پاک ته د مسولیت اړوند تر پوښتني لاندي راسئ.


که تاسو صبر ونه کړئ د وارخطایي له وجي به هر څه ګډوډ کړئ، ځکه د صبر څخه کار نه اخیستل د ځان سره ظلم کول دي.


نو تل ارام او حوصله ناک اوسئ! ځکه وایي چي الله تعالی د صابرینو ملګری دئ.


که صبر وکړې، ځان الله تعالی وسپارئ او پر پاک رب جل جلاله توکل وکړئ نو بیا مو په ډیره خوشحالي خپل بریا ولمانځئ.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته