لیکنه: مولوي محمد اکبر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
اسان فقهي اصطلاحات
(اوومه برخه)
(ز)
زکوة: خاص مال په خاصه اندازه د شریعت دبیان سوو اصنافو کي خرڅول، دمخصوص مال څخه مراد اووه نیمي تولې سره زر دي او دوپنځوس تولې سپین زر دي یا ددې قیمت او دمخصوصي اندازې څخه مراد ددې مال څلویښتمه ده او دمصارفو څخه مراد د زکات صنفونه دي لکه: فقیران، مسکینان، د زکات عاملان، قرضداره، في سبیل الله او مسافر.
زندیق: چي ظاهر داسلام ښکاره کوی او په باطن کي کافر وي.
زوال: کله چي لمر بالکل پر سر وي.
www.taleemulislam.net