لیکنه: مولوي محمد اکبر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
اسان فقهي اصطلاحات
(پنځلسمه برخه)
(غ)
غایت: د یو شي لومړنی یا آخرنی حد.
غبن: دوکه، په رانیولو اوخرڅولو کي دوکه کول.
غبن یسیر: هغه دوکه چي دتجارانو په عال رواج کي منل کېږي.
غبن فاحش: هغه دوکه یا خطا ایستل چي دتجارانو په رواج کي د منلو وړ نه وي.
غُسل: لمبېدل، ټول بدن پرېولل(په دې کي په خوله اوبه لغړول په پزه اوبه کي اوبه اچول هم داخل دي) غَسل: پرېولل، مینځل هغه که دبدن وي یا بل کوم څه.
غِسل: په غسل کي کومکي شیانو ته غِسل وايي لکه صابون.
غش: دوکه کول، خطا ایستل، په مبیع کي یو عیب پټول.
غلام: نابالغه هلک.
غنیمت: د جنګ په دوران کي د دوښمنانو څخه مال نیول، کوم مال چي په صلح ترلاسه سی هغه ته فی ویل کېږي.
غَلْوَة: دغشي غورځولو مساحت.
غَلس: دسهار په اول وخت کي کله چي تیاره ډېره سخته وي همدې تیارۍ ته غَلس وايي.
غیبت: دیو سړی په نه شتون کي دهغه داسي فطري اوغیري فطري خامي او نیمګړتیا بیانول که چېري هغه واوری نو نې خوښوي. د یو سړي داسي یادونه کول چي هغه ئې نه خوښوي.
www.taleemulislam.net