لیکنه: مولوي محمد اکبر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
اسان فقهي اصطلاحات
(درويشتمه برخه)
(ي)
یاس: هغه عمر چي دیوې ښځي حیض بالکل ختم سي.
یتیم: هغه بالغ هلک او انجلۍ چي پلار ئې مړ سوی وي.
یمین: قسم اخيستل، دالله جل جلاله په نوم یاصفت سره یوه خبره ټینګول هغه که په ماضي پوري تړاو لري او که په مستقبل دیمین درې ډولونه دي:
یمین منعقده: دراتلوونکی په اړه قسم اخيستل.
یمین غموس: دماضي په اړه قسم اخيستل.
یمین لغو: دامام ابوحنیفه رحمه الله په اند دپخوا یا اوسني وخت په اړه د واقعي خلاف قسم اخستل.
دامام شافعي رحمه الله په نیز بېله ارادې په ژبه قسم اخستل لکه: لاوالله اونور.
یوم: دلمر دراختلو څخه بیا تر لمر لوېدلو پوري.
پای
www.taleemulislam.net