تازه سرليکونه
د (فقهي معلومات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسان فقهي اصطلاحات: (دوويشتمه برخه/ و)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 14, 2024
  0

لیکنه: مولوي محمد اکبر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


اسان فقهي اصطلاحات 
(دوويشتمه برخه)

(و)


واجب: د کوم فعل چي لازمتوب ئې په ظني دلیل سره ثابت وی لکه: د وتر لمونځ.


وتر: د وتر معني طاق ده د ماخستن تر فرضو اوسنتو وروسته چي کوم لمونځ کېږی په دې وجه ورته وتر وايي.


وحي: د الله جل جلاله هغه کلام چي د ملائکو په واسطه یا بېله واسطې انبیاء علیهم السلام ته القاء کېږي.


ورع: د حرامو پرته دمستبه کارونو څخه ځان ساتل.


وسق: یوه پخوانۍ پیمانه ده چي په اوسني وخت کي ۱۸۸کیلو ګرامه،۹۵۶ګرامه او۸۰۰ملي ګرامه کېږي.


وضوء: د خاصو اندامونو مینځل او د سر مسح کول.


وطن: هغه ځای چېري چي انسان اوسي.


وطن اصلي: هغه ځای چي په کښي کي پېدا سوی وي او هلته ئې مور او پلار وي، همدا راز هغه ځای چي هلته ئې کوزده کړی وي، خوسرګنۍ ئې اوسی او هغه ځای چي یو سړی ئې خپل داوسېدلو ځای جوړ کړي.


وطن اقامت: هغه وطن چي دپنځلسو یا تردې زیاتو ورځو  داوسېدو له پاره غوره سي او اصلي وطن نه وي.


ولیمه: هغه مخصوصه ډوډۍ چي د واده په مناسبت کېږي او همدا راز هر دعوت ته هم ولیمه ویل کېږي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته