لیکنه: مولوي محمد اکبر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
اسان فقهي اصطلاحات
(یوويشتمه برخه)
(ن)
ناشزه: هغه ښځه چي دخپل خاوند نافرمانه وي، دمثال په ډول دهغه داجازې پرته دکوره وزي.
نبیذ:هغه اوبه چي کشمش یا خرما یا کوم بل شي خوږوالی په کښي کي پېدا کړی وي یا دهغه تریووالی ئې ورک کړی وي.
نجاست: مرداري، داسي څه چي دلمانځه دصحت مانع وي، مقدار لږ وي او که ډېر.
نجاست غلیظه: پر کومه مرداري، چي دعلماء اتفاق وي، لکه: غټي او کوچنۍ بولي.
نجاست خفیفه: هغه نجاست چي دعلماء ترمنځ اختلاف وي، دا دواړه تعریفونه دصاحبینو دقول سره سم، لکه: دغوښه خوړونکي کوچني بولي.
نصاب: دیو شي له پاره ټاکل سوې اندازه او معیار، لکه: دزکات نصاب.
نصاری: د حضرت عیسي علیه السلام پېروان.
نفاس: هغه وینه چي دپوره او ناقص ولادت وروسته دښځي د رحم نه را وزي، ډېره موده ئې څلوېښت ورځي ده او کمه موده ئې حد نه لري.
نفقه: هغه اړتیاوي چي ژوند پرې ولاړ وي، یعني خوراک وچښاک، پوښاک، علاج او اوسېدل.
نفل: هغه اعمال چي په شریعت کي مطلوب وي؛ خو فرض او واجب نه وی، لکه: نفل لمونځونه، نفلي روژې او داسي نور.
نکاح: په اصطلاح کي دنکاح عقد ایجاب وقبول ته وايي.
www.taleemulislam.net