تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غرونو پر څوکو/ د مسلمانانو غفلت او قوي هوډ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 22, 2024
  0

مولوي عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د غرونو پر څوکو
 په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول

(دیارلسمه برخه)

د مسلمانانو غفلت او قوي هوډ 


د عربو قبیلو په اسلام د مشرف کېدلو څخه مخکي به خپل استازي مکې مکرمې ته لېږل، ترڅو په حقیقت ځانونه پوه کړي او رسول الله صلی الله علیه وسلم به له پوره فشارونو سره بیا هم د دوی منځته تلی او د الله جل جلاله بندګۍ ته به یې رابلل . امام احمد په خپل مسند کي په صحیح سند سره روایت ذکر کړی دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به د هغو قبیلو لوري ته ورتلی او هغوی ته به یې ویل: «اې د غطفان قومه! آیا د یو تلپاتي عزت غوښتونکي نه یاست؟ یوازي لا اله الا الله ووایاست او دا د الله جل جلاله پیغام دی، چي ما تاسو ته در ورساوه، نو داسي څوک سته، چي زما خبره ومني او زما ملاتړ وکړي، ترڅو د الله جل جلاله پیغام ته مو لبیک ویلی وي؟» مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم به خپلي خبري نه وې خلاصي کړي، چي ابو جهل به په چټکۍ سره ځان هغوی ته رساوه او ورته ویل به یې: د ده (رسول الله صلی الله علیه وسلم) په خبرو باور مه کوئ، دا جادوګر، کوډګر، لېونی او زه یې ډېر ښه پېژنم. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به هغوی پرېښوول او په غمجن حالت کي به ځني روان سو، ترڅو ابوجهل به یې تر سترګو فنا سو، خو بیا هم نه ناهیلي کېدی او یوې بلي قبیلې ته به ولاړی او ویل به یې: «اې د سلمه زامنو او قومیانو! یوازي لا اله الا الله په رښتینې توګه ووایاست، تل به بریا ستاسو په برخه وي.» مګر ابو جهل به بیا هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم شا نه پرېښووله او ځان به یې دا بلي قبیلې ته رساوه او ویل به یې: دا لېونی دی او همدارنګه ابوسفیان مخکي تر دې چي په اسلام مشرف سي، د اسلام د یو سر سخته مخالفینو څخه وو او خلک به یې تل د مسلمانانو خلاف جګړې ته هڅول، د احد او خندق په غزاوو کي د کفارو د لښکر مشري یې هم تر غاړي وه. اې مسلمانانو وروڼو او خویندو! تاسو وګورئ چي ابو جهل، ابو سفیان، امیه ابن خلف او داسي نورو مشرکینو په کوم پاخه هوډ خلک د الله جل جلاله له دین څخه منع کول؟ موږ او تاسو چي ځانونه پر حق هم بولو او په واقعیت کي هم د اسلام مبارک دین یو پر حق دین دی، خو بیا هم د دې دین په زده کړه، رسونه او عملي کولو کي پوره کوتاهي کوو او هیڅ دا سوچ له ځانونو سره نه کوو، چي امر بالمعروف او نهی عن المنکر د مسلمان د مهمو مسؤلیتونو څخه ګڼل کېږي او دا د یو مسلمان وجیبه ده، چي تل به خلک د الله جل جلاله دین او د رسول الله صلی الله علیه وسلم اطاعت ته رابولي او کله چي یوه کوچنۍ بدي وویني، په نېک چلند سره به هغه ته لارښوونه او د بدۍ څخه به یې منع کوي او د کوم وخت څخه چي مسلمانانو خپل دا مسؤلیت پرې ایښي دی، نو له بېلابېلو ناخوالو سره مخ سوي دي. راځئ چي دا هوډ له ځانونو سره وکړو چي هیڅکله به د الله جل جلاله د دین په رسونه کي هیڅکله ناغېړۍ نه کوو او د اسلام مبارک دین به د نړۍ ګوټ- ګوټ ته رسوو، ان شاء الله.

 

نور بیا... 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته