تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قربانۍ اختر
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 15, 2024
  0

لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د قربانۍ اختر 


د قربانۍ اختر چي په شریعت کي ورته لوی اختر ویل کيږي لمانځل یې یو شرعي او اسلامي اصل دی، پکار ده چي دا اصل د اسلامي شریعت په رڼا او افغاني ښه دودونو په چوکاټ کي ولمانځل شي.


د قربانۍ اختر ته ځکه د قربانۍ اختر ویل کيږي چي په دې کي یو عظیم سنت چي سنت ابراهیمي دي هغه ادا کيږي، په دې معنی چي د ابراهیم علیه السلام هغه سنت چي خپل د زړه ټوټه ( زوی) یې حضرت اسماعیل علیه االسلام قرباني کړ.


د قربانۍ اختر ته عربې ژبه کي عید الضحی، دري کي ورته عید سعید قربان او په پښتو کي ورته ځينې پښتانه لوی/ غټ اختر او ځينې ورته بیا د قربانۍ اختر وایي.


د قربانۍ په اختر کي نه تنها چي د مال قرباني کيږي؛ بلکي مسلمانه ته هم باید د ځينو شیانو قرباني ورکړي، چي دا قربانۍ په لاندي ډول دي.


د مال قرباني 


د مال قرباني که څه هم سخته ده؛ ځکه ځيني یو چاته له ځانه هم مال ګران وي؛ خو مسلمان ته پکار ده چي د مال او ځان دواړه قرباني د اسلام لپاره ورکړي.


د مال قرباني په دې معنی چي تاته الله تعالی کوم مال درکړي دی، ته باید له هغې څخه د نصاب له پوره کيدا سره زکات او د خپل وس مطابق صدقات ورکړي.


د زکات حساب خو معلوم دی چي د یوه کال په تېریدا سره به د خپل مال څخه چي کله نصاب ته ورسیږي، ورکوي اما صدقات بیا څه وخت چي دي وس او زړه وو ورکولای یې شي.


د مال په قربانۍ کي تر ټولو مهمه قرباني چي د لوی اختر په شپو روځو کي ادا کیږي هغه د مال حلالول دي چي د اسلامي شریعت په رڼا کي به ترسره کيږي، د دې قربانۍ اجر او ثواب ډېر زیات حتی د مال د وړیو او ویښتانو له شمېر هم ور اخوا دی؛ نو مسلمانه وروره او خورې کوشش وکړه چي د لوی اختر  په دې شپو ورځو کي د مال د ټولي قربانۍ سره سره د څاروي د مال قربانۍ هم وکړه؛ څو ابراهیمي سنت ژوندي او ثوابونه ترلاسه کړي.


د ځان قرباني 


د ځان قرباني هم د مال د قربانۍ غوندي سخته ده ؛ خو د دې قربانۍ په  کولو سره یې ستر اجر مسلمان انسان تر لاسه کوي. د ځان قرباني په دې معنی چي ته خپل خوږ ځان د الله جل جلاله لپاره قرباني کړي، هغه که دې جهاد له لارې وي او که د حج په شمول نور ځان عبادات وي، د دې ټولو ځاني عباداتو په وسیله کولای شي چي د خان قرباني ترسره کړي.


د ځاني قربانۍ په نتیجه کي ټولې قربانۍ را منځته کيږي؛ نو کوشش پکار ده چي د خپل وس مطابق ځاني قربانۍ وکړو؛ څو مو الله جل جلاله دا او هغه دنیا روښانه او ښایسته کړي.  

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته