لیکنه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د ژوند برکت
د پخوانيو خلکو د ژوند برکت داوو، چي د لږ وخت څخه ئې زيات کار اخيست.
د لږ وخت څخه د زياتي استفادې راز ئې پدې کي وو، چي کله به وږي سول، د اړتيا وړ خواړه ئې خوړل.
کله چي به خوب ورغلی بيده به سول.
کله چي به را ويښ سو، بيا نه بيدېدل.
موږ که وږي يو که ماړه يو، د منظم مهالوېش سره سم قوي او درانه خواړه نوش جان کړو.
که بي وخته پر هر ډول خواړو پيښ سو، لاس نه تر اړوو.
که د شپې لس ځله را ويښ سو، بيا بيديږو تر څو سهار سي.
پداسي حال کي چي را ویښېدل د خوب پر پوره کېدلو دلالت کوي.
خوب او خوراک اړتيا ده، خو موږ د هدف حيثيت ورکړی دئ.
د هدف او ضرورت بيلول په کار دي.
www.taleemulislam.net