تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
خپله ژبه وساتئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 19, 2024
  0

لیکنه: محمدنبي سلطاني/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 خپله ژبه وساتئ


غیبت، دروغ، چغلي،  تهمت، بهتان، ښکنځل او... دې ته ورته ګناهونه د ژبې پيداوار او محصول دي. د هر انسان له لپاره لازمه ده چي د خپلي ژبي ساتنه وکړي، پرېنږدي، چي ژبه ئې کاږه او ترخه ویل غوره کړي، ځکه ژبه (خبري) سړی په جهنم کي اچوي. په دې اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: 


عن أبي هريرة، عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «إن العبد لَيَتَكَلَّمُ بالكلمة من رِضْوَانِ الله تعالى ما يُلْقِي لها بَالًا يَرْفَعُهُ الله بها درجاتٍ، وإن العبد لَيَتَكَلَّمُ بالكلمة من سَخَطِ الله تعالى لا يُلْقِي لها بَالًا يَهْوِي بها في جهنم. (رواه البخاری وفی روایة تهوی بها في النار أبعد مما بين المشرق والمغرب) 


ژباړه: د ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دئ، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د انسان خبري درجه پورته کوي؛ یا ئې په جهنم کي یا په جنت کي اچوي، ځینی وخت د ژبی څخه داسي خبره راوباسي چي په هغه سره الله جل جلاله خوشحاله سي، مګر هغه بنده په دې خبر نه وي او الله جل جلاله د هغه خبري په بدل کي د هغه درجې پورته کوي او ځیني وخت بنده داسي خبره وکړي، چي الله جل جلاله ورڅخه ناراضه سي او هغه په دې خبر نه وي او هغه خبره به ئې په جهنم کي غورځوي. او په یوه بله روایت کي دي، چي د هغه خبري په سبب په اور کي وغورځول سي، کوم چي لیري دئ د مشرق څخه تر مغربه پوري. 

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته