نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: یقيناً الله ستاسو و شکلونو ته نه ګوري او نه ستاسو مالونو ته ګوري بلکه الله ستاسو زړونو ته ګوري (چي څومره اخلاص لری) او ستاسو عملونو ته ګوري (صورتونه او مالونه اعتبار نه لري بلکه د زړه اخلاص او صحيح عمل د الله تعالی په وړاندي اعتبار لري). رواه مسلم