د کندهار د دوا او درملو د اتحاديې د مشر الحاج رحيم الدين حاجي آغا صاحب وينا
د ۱۳۹۰ کال د چهار شنبې په ورځ د حمل د میاشتي پر ۲۴ تاریخ د سهار د ۸ بجو څخه بیا تر ۱۲بجو پوري په لویه عیدګاه کي یوه ستره احتجاجیه غونډه د کندهار د ولسي علماوو د نوي جوړي سوي اتحاديې لخو ترسره سول.
په دې غونډه کی د کندهار ښار د ټولو مدرسو او مساجدو علماء کرامو، د پوهنتون محصلینو، ملي تجارانو، سپین ږیرو مشرانو، ځوانانو او د کندهار په لس ګونو زرو عامو خلګو برخه اخیستې وه.
غونډه د قرانکريم د تکړه استاذانو له خوا په څو مبارکو ايتونه سره پیل سوه او وروسته پر مختلفو موضوعاتو او مشکلاتو باندی بحث وسو لکه د قرانکريم اهانت غندل، د بهرنیو او داخلي ځواکونو لخوا پر مدرسو، مساجدو او د بې ګناه خلګو پر کورونو چاپو وهلو غندنه او د هغوی د ربړولو، وژلو او ناموس ته تاوان رسولو مخه نیول او هم د عوامو خلګو ترمنځه اتفاق او یووالی راوستل، تر څو د ټول افغانستان عام ولس په یو اتفاق سي او د خپلو مساجدو او مدرسو د علماء کرامو تر رهبری لاندي د خپلو حقوقو دفاع وکړي او همېشه د هراړخیزه مشکلاتو په حلولو کي ورسره څنګ په څنګ ودريږي.
ددې پرتميني احتجاجې غونډي په پای کي د ښار د ټولو علماء کرامو لخو یو پرېکړه لیک اعلان سو چي د دې غونډی بشپړ ږغیږ اولیکنیز راپورتاژ او هم دغه پرېکړه لیک تاسو ته د تعلیم الاسلام راډيو د ادارې له خوا په ترتیب سره پر لیکه کيږي.
جزاکم الله خیراً
اداره