تازه سرليکونه
د (حقوق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مور او پلار په اړه وصیتونه او نصحیتونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 6, 2024
  0

لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د مور او پلار په اړه وصیتونه او نصحیتونه  


که په دنیا او اخرت کي بریالیتوب غواړئ؛ نو په لاندي وصیتونو او نصیحتونو عمل وکړه.
۱:  له مور او پلار سره په ادب خبري کوه او هغوی دواړو ته «اف» هم مه وایه.
۲ :  مور او پلار  مه رټه. 
۳ :  مور او پلار ته ښې خبري کوه.
۴ :  د ګناه له کارونو پرته په نور هر څه کي تل د مور او پلار خبره ومنه. (د خالق په نافرماني کي د مخلوق اطاعت نشته). 
۵ :  له دواړو سره نرم چلند کوه.
۶ :  په تریو تندي مه ورسره مخامخ کيږه.
۷ :  په غوسه ناک نظر مه ورته ګوره.
۸ : د دواړو امر له شرعي له ټکر پرته منه.
۹ : د مور او پلار عزت تل کوه.
۱۰ : د مور او پلار د مال هم خیال ساته.
۱۱ : د مور او پلار له اجازې پرته هیڅ شی هم مه اخله.
۱۲ : د مور او پلار  دواړو له امره پرته د هغوی د خوښۍ (خوشحالولو) کار کوه، لکه د دوی خدمت، د اړتيا وړ شیانو اخیستل  (پيرودل) او نور.... 
۱۳ :  د مور او پلار  لپاره  د علم په لټون کي هڅه او هاند کوه.
۱۴ :  د مور او پلار سره  په خپلو ټولو کارونو کي سلا او مشوره کوه.
۱۵ : د مور او پلار سره  که مخالفت ته اړ شوې عذر او بښنه ترې ژر غواړه.
۱۶ :  د هغو دواړو غږ ته په بيړه خو په ورین تندي (مسکا) سره ځواب ورکوه، داسې وایه: هوکی موري، هوکی پلاره!. 
۱۷ : مور او پلار ته  د پردیو په دود ځواب مه ورکوه.
۱۹ :  د دواړو د خپلوانو او ملګرو قدر او درناوی کوه، قدر او درناوی هم د دوی په ژوند کي او هم له مرګه وروست کوه.
۲۰ :  له مور او پلار سره شخړه او لانجه مه کوه، مه د دوی خبره ورغلطوه او تل هڅه کوه چي په ادب سره سمه خبره او کار ورته روښانه کړې.
۲۱ :  له مور او پلار سره کینه مه کوه.
۲۲:  د مور او پلار  په وړاندي غږ مه لوړوه.
۲۳ : د مور او پلار  خبرو ته غوږ نیسه.
۲۴ : د مور او پلار سره  په ادب برخورد کوه.
۲۵ : ، د مور او پلار په وړاندي خپل ورور او د کورنۍ نور غړي مه ځوروه. 
۲۶ : د مور او پلار په وړاندي خپل زامن او د هغوی لمسیان مه رټّ او مه یې وهه.
۲۷ :  کله چي مور او پلار ( ستا خوني یا هستوګنځای ته ) درغلل؛ ورته پاڅيږه او لاس یې ښکل کړه.
۲۸ :  د کور په چارو کي له مور سره مرسته وکړه او د پلار له مرستي هم ځان مه کاږه. 
۲۹ :  د مور او پلار له اجازې پرته سفر مه کوه؛ که څه هم ډېر مهم کار وي. که اړ شوې؛ عذر ترې وغواړه او د لیکونو اړیکي مه ورسره شکوه.
۳۰ : د مور او پلار له اجازې پرته د هغوی خوني ته مه ورننوځه، په ځانګړي ډول د خوب او ارام په مهال.
۳۱ :  که په نشه يي توکو اخته یې؛ نو د مور او پلار په وړاندي یې مه استعمالوه.
۳۲ :  له دوی دواړو مخکي ډوډۍ مه خوره، په خوراک او څښاک کي د هغوی عزت مراعت کړه. 
۳۳ :  په مور او پلار پسي درواغ مه تړه.
۳۴ : د مور او پلار څخه که کله داسي کار وشو، چي ستا خوښ نه و، هغوی مه پرې ملامتوه.
۳۵ : خپله مېرمن او «اولادونه» له هغوی نه غوره مه ګڼه.
۳۷ :  له هر څه وړاندي د ( مور او پلار ) رضا لټوه، ځکه د الله جل جلاله خوښي د مور او پلار په رضا کي نغښتې او د الله جل جلاله قهر د مور او پلار په قهر کي پټ دئ.
۳۸ : په مجلس کي  له مور او پلاره څخه پورته مه کښېنه.
۳۹ : د مور او پلار  په وړاندي په کبر او غرور  سره پښې مه غځوه.
۴۰ :  خپل پلار ته په انتساب کي کبر مه کوه که هر څومره د لوړي درجې مامور هم يې.
۴۱ : له مور او پلار سره نیکي کوه او بدو کولو ځان وساته.
۴۲ :  پر مور او پلار باندي په لګښت کولو کي بخل مه کوه، څو له تا څخه شکایت و نه کړي، ځکه دا ستا له پاره شرم او پيغور دئ، که داسي وکړې له خپل اولاده به یې ډېر ژر ووینې.  ځکه د پښتو ژبې متل دی  (چي څه کرې هغه به ریبې).
۴۳  : که له مور او پلار څخه بیل وې نو د مور او پلار ملاقات ډېر کوه.
۴۴ : مور او پلار ته ډالۍ ور وړه.
 ۴۵ : هغوی دواړو ستا پالنه کړې نو ته یې هم پالنه وکړه.
۴۶ : مور او پلار ستا سره  ستوماني ګاللې؛ نو ته يې هم مننه او پالنه وکړه.
۴۷ : د مور او پلار  په اړه ستا کړنلاره د خپل اولاد له پاره هنداره کړه.
۴۸ :  تر هر چا زیات د عزت حقدارلومړی ستا مور بیا ستا پلار دئ او پوه شه چي جنت د مور او پلار تر قدمونو لاندي دئ.
۴۹ :  د مور او پلار له عاق کولو او خپه کولو څخه وډار شه، هسي نه چي په دنیا او اخرت کي بدمرغه شې، بیا به ستا اولاد هم داسي چلند درسره وکړي، څنګه چي تا له دوی سره کړی. 
۵۰ :  که له مور او پلاره څخه څه  غواړې؛ نو په نرمي یې ترې غواړه، که در یې کړ، مننه یې کوه، که در یې نه کړ، بیا عذر ترې وغواړه.
۵۱ : د مور او پلار څخه  د ډېرو شیانو  غوښتنه  مه کوه.
۵۲ : کله چي دي د  روزۍ ګټلو توان پیدا کړ؛ نو کار کوه او له مور او پلار سره مرسته کوه.
۵۳ :  بېشکه ستا مور او پلار پر تا حق لري او همدا راز ستا مېرمن هم پر تا حق لري؛ نو هر یوه ته خپل حق ورکړه او د اختلاف پر مهال د دواړو ترمنځ د اتفاق هڅه کوه او دواړو خواو ته ډالۍ ور وړه.
۵۴ :  کله چي ستا د مور، پلار او ميرمني ترمنځ شخړه پيښه شوه؛ نو ته غوره درېیمګړی شه. که مېرمن دي په حقه وه، هغه پوه کړه چي زه له تا سره یم؛ خو د هغو دواړو رضا کولو ته اړ یم.
۵۵ :  (اې مخاطبه!) که په واده او طلاق کي ستا او مور او پلار ترمنځ اختلاف راغلو؛ نو شرعي ته خپله مسئله یوسه؛ ځکه هغه ستاسو له پاره ښه غوره مرسته ده.
۵۶ :  د خیر او شر په چارو کي د مور او پلار دعا مستجابه ده، نو د هغوی له ښيراو څخه ځان وساته.
۵۷ :  له خلکو سره په ادب چلند کوه، که چا بل کس ته کنځا وکړه، ده ته به هم کنځا وشي، رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي: «له لویو ګناهونو څخه دا هم ده چي څوک خپل مور او پلار ته کنځا وکړي، هغه داسي چي یو سړی د بل سړي پلار ته کنځا کوي، هغه (دوهم شخص) د ده پلار ته کنځا کوي. (همداراز) د بل مور ته کنځا کوي، هغه د ده مور ته کنځا کوي.
متفق علیه
۵۸ :  د مور او پلار په ژوندانه کي د هغوی زیارت کوه او له مرګه وروسته یې هم.
۵۹ : د مور او پلار له اړخه صدقه ورکوه.
۶۰ : مور او پلار  ته په دې وینا سره ډېري دعاګانې کوه: ( رَبَّنَا اغْفِرْ لِی وَلِوَالِدَیَّ،  رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا) 

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته