درې صفات داسي دي که چيري نارینه په دغو صفاتو کي تر ښځي ټیټ وي نو دا سړی د دې ښځي کفو او سیال نه بلل کیږي .
که ښځه د خپلوانو بې اجازې د داسي چا سره نکاح وتړي چي هغه يې سيال نه وي د ښځي اولیاء د قاضي په حکم دا نکاح ور فسخ کولای سي .
دا درې صفتونه په لاندي ډول دي :
لومړی دیانت ، دوهم نسب او دریم کسب او مال .
فاسق د صالح سړي د لور او د صالحي ښځي کفو او سیال نه دى .
صالحه ښځه یا د صالح سړي لور که د فاسق سره د خپلوانو د اجازې پرته نکاح وتړي اولیاء يې کولای سي چي محکمې ته عارض سي تر څو د قاضي په حکم یې نکاح ور فسخ کړي .
د نسب له مخي د نبي علیه السلام قوم قریش خپل په منځ کي سیالان او برابر دي خو د عربو نور قومونه بیا د قریشو څخه ټيټ دي .
قریشي ښځه که د عربو د بل قوم د سړي سره د خپلو خپلوانو بې اجازې نکاح وتړي د ښځي اولیاء او خپلوان يې د اعتراض حق لري او د قاضي په حکم یې نکاح ور فسخ کولای سي .
د قریشو څخه ماسیوا نور ټول عرب خپل منځ کي سیالان او برابر ګڼل کیږي .
د عربو څخه ماسیوا نور ټول قومونه عجم بلل کیږي ، د عجمو ټول قومونه بيا خپل په منځ کي سیالان او برابر ګڼل کیږي .
البته عجم د عربو څخه په نَسَبِي لحاظ ټیټ بلل کیږي نو ځكه كه عربي ښځه د عجمي سړي سره د خپلو اولياوو د اجازې پرته نكاح وتړي اولياء يې د قاضي په حكم نکاح ور فسخ كولاى سي .
د مال له مخي هغه سړى د ښځي سيال گڼل كيږي چي هغه لږ تر لږه د خپلي ښځي د يوې مياشتي خرڅ ولري او هم د ښځي د ولور هغونه مقدار وسع ولري كوم چي هغه بېله ځنډ څخه بايد ادا سي چي د فقهي په اصطلاح كي مهر مُعجَّل ورته وايي .
په حرفه او كسب كي هم كفائت او سيالي ته اعتبار وركول كيږي نو ځكه بوريا جوړونكى د خياط د لور او خياط بيا د تاجر د لور او تاجر بيا د عالم د لور كفو او سيال نه ګڼل كيږي .
كفائت او سيالي ته د نكاح په وخت كي اعتبار وركول كيږي . که د نكاح پر مهال سړى د ښځي كفو او سيال وي او د نكاح وروسته يې كفائت له منځ څخه ولاړ سي دلته بيا د كفائت د نه شتون لكبله قاضي نکاح نسي فسخ كولاى .
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح