د ښځي سره تر یو ټاکلي وخت پوري نکاح تړل مُتعَة بلل کیږي .
زموږ په وطني اصطلاح کي متعة د صیغې په نامه یادیږي .
د هجرت په شپږم کال د خیبر په غزا کي متعه حرامه سوې ده البته د هجرت پر اتم کال د مکې مکرمې د فتح څخه وروسته د اوطاس په غزا کي فقط د درو ورځو د پاره متعه جائز سوې ده ، ترهغه وروسته بیا متعه د تل د پاره حرامه سوې ده نو ځکه متعه یعني صیغه او مؤقته نکاح مُطَلَّقَه باطله او ناجائزه ده .
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح