مشتري د خيار رويت حق په هغه سودا کي لري چي مَبِيعَه يي ليدلې نه وي ، که د سودا په وخت کي مَبِيعَه وويني نو د خيار رويت حق يې ساقط کيږي .
دا چي هر شى ښه او بد او مختلف ډولونه لري نو د مَبِيعِې هغه ليدنه معتبره ده ، چي په هغه د شي نوعيت او څرنګوالى معلوميږي .
د شيانو نوعيت او څرنګوالى په بېلابيلو طريقو معلوميږي ، د ځينو شيانو ښه والى او بد والى محض په ليدلو معلوميږي ، د ځينو دا په بويولو معلوميږي ، د ځينو دا په څکلو معلوميږي ، د ځينو دا په لمس کولو معلوميږي ، نو ځکه د شيانو رويت او ليدنه بېل بېل ډولونه لري .
د مثال په ډول د عطرو ښه او بد په بويولو معلوميږي ، که څوک عطر رانيسي ، صرف په ليدلو يې خيار رويت نه ساقطيږي بلکي په بويولو يې خيار رويت ساقطيږي ، که څوک عطر بوى کړي او بيا يې رانيسي نو خيار رويت نه لري .
د شلومبو ښې او بدي په څکلو معلوميږي ، که څوک شلومبې رانيسي که څه هم يې وويني بيا هم خيار رويت لري ، خو که خوند يې وڅکي او تر څکلو وروسته سودا وکړي نو بيا سودا په خيار رويت نسي فسخ کولاى .
د غنمو او دې ته ورته شيانو ښه او بد د سمپل په ليدلو معلوميږي ، لهذا د رشې د سربېرنو غنمو په ليدلو خيار رويت ساقطيږي که څه هم يې د رشې لاندي غنم ليدلي نه وي . همدا ډول که څوک تاني ټوکر رانيسي د تان سربېرن ول ته په لاس ور وړلو او کتلو يې خيار رويت ساقط کيږي .
ليکن که ټوکر ګلداره يا خامکي وي او لاندي ولونه يې د سربېرنو ولونو څخه فرق ولري هلته بيا د اول ول په کتلو خيار رويت نه ساقطيږي ترڅو چي لاندي ولونه يي ليدلي نه وي .
هغه حيوانان چي د غوښو د پاره رانيول کيږي د هغو خيار رويت و مخ او ملا ته په کتلو ساقط کيږي ، ځکه د حيوان چاغښت او ډنګرتيا په مخ او ملا معلوميږي .
خو کوم حيوانان چي د شيدو يا سپرلۍ د پاره رانيول کيږي لکه غوا يا آس ، د هغو خيار رويت بيا که غوا وه په لوشلو ساقطيږي او که آس وو په سپرېدلو ساقط کيږي .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي