تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سيرت: د مسلمانانو د تکالیفو حکمتونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 13, 2020
  0

نبوي سیرت (۷۷ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د مسلمانانو د تکالیفو او زحمتونو حقایق او حکمتونه

 

وروڼو! هر څوک چي د رسول اللهﷺ او د ده د اصحابِ کرامو رِضوان الله عليهم اجمعين، دغه قِسم قسم عذابونه او شديد تکاليف واوري د هغه سره دا سوال او پوښتنه پيداکيږي چي و رسول اللهﷺ او د ده ملګرو ته دغه عذابونه او آزارونه ولي ورکول کېده؟ حال دا چي دوى پر حق وه او الله عزوجل  ولي دوى د دغو عذابو څخه نه ساتل؟ حال دا چي دوى د الله عزوجل لښکر ؤ او په دوى کي رسول اللهﷺ موجود ؤ او دوى د الله جل جلاله د دين تبليغ کاوه، دين ته يې دعوت کاوه او د خپل رب  عزوجل او د هغه جل جلاله د دین د لوړلو په لار کي يې جهاد کاوه.

 

جواب: په دې دنيا کي د انسان اول صفت دا دى چي دئ مکلف دى، يعني: د الله جل جلاله د طرفه څخه په ځينو کارو سره امر کړه سوى دى، د ده څخه غوښتل کيږي چي داسي شيان تحمّل کړي يا و زغمي چي په هغو کي مشقت او زحمت وي، نو و اسلام ته دعوت او في سبيل الله جهاد د دغه مکلفيت تر ټولو مهم جز دى.

 

او دا چي موږ  وايو: (موږ د الله جل جلاله بندګان يو) د دغه بندګۍ سره لازمي او تړلى، حتمي او ضروري شئ دا دى چي موږ به دغه الْهي مکلفيت منو، ځکه که زموږ پر غاړه الْهي اوامر او مکلفيتونه نه وي پراته، بيا نو بندګي او عبوديت معنْی نه لري، او د الله عزوجل دپاره د انسان بندګي او عبوديت، د الله جل جلاله د اُلوهيت د ضرورياتو څخه يو ضرورت دى، که موږ په خپلو ځانو کي عُبوديت حِس نه کړو، نو پر الله جل جلاله مو ايمان کومه معنْی نه لري.

 

د دغو ټولو ذکر سوو خبرو مقصد او معنْی دا سوه: کوم وخت چي يو انسان مومن سو، هغه بايد خپل ځان عبد او بنده و بولي، کوم وخت چي عبد او بنده سو هغه بايد خپل ځان په یوه شي سره مکلف هم و بولي، کوم وخت چي مکلف سو نو د مکلفيت سره د مشکلاتو تحمل کول او د نفسي خواهشاتو سره جهاد او مقابله کول تړلي او ضروري دي، نو د دغه مقصد د پاره په دې دنيا کي د الله جل جلاله  پر بندګانو د دوو کارو عملي کول واجب او ضروري دي.

 

اول: د اسلامي دين ټينګول او د واقعي اسلامي ټولني جوړول.

دوهم: د اسلامي ټولني د جوړولو د پاره: د سختيو، مشکلاتو او خطرو قبلول، حتّْی د دغه مقصد د پوره کولو د پاره د مال او سر ښندل.

 

ښه متوجه سه! الله جل جلاله موږ په ايمان مکلفه کړي يو او د ايمان تر څنګ يې موږ د هغو مشکلاتو په زغملو هم مکلف کړي يو چي موږ د دغه ايمان و مقصد ته رسوي، که څه هم دغه تکاليف او مشکلات ډير خطرناکه او درانه وي، که د الله جل جلاله إراده واى پسله ايمانه به يې د اسلامي ټولني د جوړولو دپاره لاري چاري آسانه کړي واى، مګر يا! په داسي کېدلو کي زموږ عبوديت نا معلوم او نا ثابته وي، موږ دا نه سواى ثابتولاى چي موږ د ايمان د اِعلان د شروع څخه خپل ژوند او مال پر الله عزوجل خرڅ کړي دي او زموږ ټولي غوښتني او خواهشات د هغه څه تابع او پيرَو دي کوم چي رسول اللهﷺ را وړي دي، که دغه تکاليف او مشکلات نه واى بيا نو مومن او منافق، صادق او کاذب پر دغه لار يو  قسم تله او يو د بل څخه نه  پيژندل کېده، نو ځکه هر هغه څه چي د اسلام و داعيانو او مجاهدينو ته د اسلامي ټولني د قائمولو په لارکي پېښيږي، دا د تاريخ د شروع څخه په کون کي الْهي قانون او الْهي طريقه ده، چي دغه درې شيه د هغه غوښتنه کوي:

 

اول: د الله جل جلاله د پاره د انسان د بندګۍ او عبوديت لازم والى، لکه څرنګه چي الله جل جلاله فرمايي:

(وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ)

 

  دوهم: د عبوديت سره مکلفيت تړلى دى، يعني: کوم وخت چي بنده سوې نو په يو څه مکلف هم يې، هيڅ نارینه او ښځه نسته چي دوى دي د بلوغ سن ته ورسيږي او د الله جل جلاله د طرفه څخه دي مکلف نه وي، چي هغه مکلفيت يې دا دى: اول به په خپل ځان کي اسلامي قوانين عملي کوي او بيا به د اسلامي ټولني د جوړولو کوښښ کوي او د دغه هدف د حاصلولو په لار کي به ډير تکاليف او آزارونه قبلوي، ترڅو چي د مکلفيت معنْی ښکاره او موجوده سي.

 

درېيم: د صادق او کاذب ښکاره کېدل او معلومېدل: که خلك يواځي پر داسي حال پرېښوول سي چي فقط په ژبه سره د اسلام او د الله جل جلاله د محبت دعوه وکړي نو صادق او کاذب سره يو شئ سوه، مګر يا! ابتلاء او امتحان هغه ترازو دى چي صادق د کاذب څخه جلا کوي، لکه څرنګه چي الله جل جلاله د سورةالعنکبوت په اولو آياتو  کي فرمايي:

(الم. أَحَسِبَ النَّاسُ أَن يُتْرَكُوا أَن يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ (۲) وَلَقَدْ فَتَنَّا الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ ۖ فَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ صَدَقُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْكَاذِبِينَ) (العنکبوت)

يعني: آيا خلك دا ګمان کوي چي دوى به پر دغه پريښوول سي چي فقط په خوله سره و وايي: موږ ايمان را وړى دى؟ او دوى به امتحان نه کړل سي؟ او خامخا هغه کسان چي تر دوى د مخه وه موږ امتحان کړي دي او خامخا به الله جل جلاله په علم ظاهري سره هغه کسان معلوم کړي چي صادقه دي او خامخا به هغه کسان معلوم کړي چي درواغجنان دي.

 

همدارنګه رب عزوجل د سورة آل عمران په (۱۴۲) شمیره آيات کي فرمايي:

(أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تَدْخُلُوا الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَعْلَمِ اللَّهُ الَّذِينَ جَاهَدُوا مِنكُمْ وَيَعْلَمَ الصَّابِرِينَ )

 يعني: آيا تاسي دا ګمان کوى چي جنت ته به ننوزى؟ حال دا چي: الله جل جلاله به ستاسي څخه هغه کسان نه وي معلوم کړي چي جهاد يې کړى دى او هغه کسان نه وي معلوم کړي چي پر سختيو يې صبر کړى دى؟

 

هيڅکله داسي نه ده، بلکه الله جل جلاله په ظاهري علم سره صادق او کاذب معلوموي، مجاهد او تښتېدونکى معلوموي، ولوړو درجو او نعمتو ته هغه کسان رسېدلاى سي چي د الله جل جلاله په لار کي هر قسم ستړيا او تکاليف قبول کړي، د ځان او مال د قربانولو د پاره هميشه تيار او آماده وي، دا د بندګانو د پاره الْهي قانون دى او په الْهي قانون کي حتّْی د أنبياء او صديقينو سره تغير او تبديل نسته:

(وَلَن تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَبْدِيلًا) [الفتح / ۲۳ ]

 

نو د همدغه مقصد د پاره رسول اللهﷺ او تر دهﷺ د مخه ټول انبياء آزار سوي او زهير سوي دي او د همدغه مقصد د پاره د رسول اللهﷺ اصحابِ کرام زهير سوي دي، تر داسي اندازې چي ځيني يې تر عذابو لاندي شهيدان سوي او ځيني يې ړانده سوي دي، سره د دې چي دوى د الله عزوجل په حضور د ډير فضيلت او لوړ مقام خاوندان وه.

 

نو د دغو معلوماتو په نتيجه کي دا را معلومه سوه چي دغه عذابونه او آزارونه، تکاليف او مشقات هغه طبيعي لار ده چي الله عزوجل د مسلمان او د ده د مقصد په منځ کي ورته اېښې ده، يعني: مسلمانان و خپل مقصد ته (هغه چي دوى په مکلف دي) په هغه اندازه ور نژدې کيږي، کوم چي دوى په کومه اندازه په دغه لار کي تکاليف او زحمتونه ويني او په دغه لار کي شهيدان ورکوي، نو ځکه که مسلمانان د دين او اسلام په لار کي تکاليف او زحمتونه  و ويني، بند او شهادتونه و ويني، دوى ته دا نه ښايي چي نا اميده سي، بلکه بر عکس دا هغه کار دى چي د دغه دين د طبيعته سره برابر او موافق دى، دا هغه لار ده چي دوى و مقصد ته رسوي، يعني:


که مسلمانانو د الله جل جلاله د اوامرو د اِطاعت په لار کي د اسلامي ټولني د جوړولو په لار کي هر څومره تکاليف او ضررونه وليدل، دوى بايد يو او بل ته د نصرت زيري ورکړي، ځکه دوى په دغه قربانيو و بري او نصرت ته ور نژدې کيږي او د دغه خبري دليل د خَباب بن الارت رضی الله عنه په قصه کي واضحه او روښانه دى، کوم وخت چي د ډير عذاب تر ليدلو وروسته هغه چي د بدن ډيره حصه يې په سرو او تودو ډبرو ور داغ کړې يا اُوتو کړې وه او رسول اللهﷺته ورغلى او د دغو عذابو شکايت يې ورته کاوه، د رسول اللهﷺڅخه يې وغوښتل چي د مسلمانانو دپاره د نصرت دعاء وکړي، د رسول اللهﷺ جواب هم په دغه معنْی سره ؤ (که تا ته د الله جل جلاله په لار کي دغه آزارونه او تکليفونه عجب معلوميږي، نو پوه سه چي و مقصد ته د رسېدلو لار ـ دغه ده) او د ټولو هغو کسانو دپاره چي ايمان يې را وړى دى دغه الْهي قانون دى، ډير کسان د دين په لار کي د سر څخه تر پښو پوري د اوسپني په ږمونځو ږمونځ سوي دي، د اوسپني په اره اره سوي دي، خو دغه عذابو د الْهي دين څخه نه دي منعه کړي، که ته په دغو عذابو کي د بري او نصرت څخه د نا اميدۍ دلائل يا علامې وينې ته خطا وتلى يې، بلکه حق او ثابته خبره دا ده چي ته په دغو عذابو او دردو کي پر هغه لار رهي يې چي و بري ته دي ور نژدې کوي او په والله! الله عزوجل به دغه دين ډېر ژر تر داسي اندازې کامیابه کړي چي يو سړئ به د صنعاء څخه تر حضرموت پوري ځي او بيله الله جل جلاله  د بل شي يا بل چا څخه به نه بيريږي.

 

وروڼو! د دغه مقصد د اثبات دپاره ډير دلائل او مثالونه سته، خو زه د مضمون د اوږد والي د بيري تر نور څه ويلو تېرېږم او فقط د الله عزوجل په هغه قول سره کفايت کوم کوم چي د سورة التوبه په (۱۱۱) شمیره آيات کي فرمايي:

 

(إِنَّ اللَّهَ اشْتَرَىٰ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُم بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ ۚ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ).

 يعني: بيشکه چي الله جل جلاله د مومنانو څخه د دوى ځانونه او د دوى مالونه رانيولي دي (چي خپل ځان او مال په في سبيلِ الله جهاد کي قرباني کړي) په څه شي يې را نيولي دي؟ چي دوى لره جنت دى، مسلمانان د الله جل جلاله په لار کي جنګونه کوي، تکليفونه او زحمتونه زغمي، نو کله مسلمانان کفار وژني او کله بيا کفار مسلمانان شهيدانوي.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته