د انتخاب صفات
رسول الله صلي الله عليه و سلم فرمايلي دي : ښځه د څلورو صفاتو لکبله په نکاح کيږي د مال لکبله ، د کورنۍ لکبله ، د ښايست لکبله او د ديانت لکبله ، خو ته په دينداري ښځي ځان کامياب کړه ، لاسونه دي سپېره مه سه . په عام ډول خلک د ښځي شتمني ، کورنۍ او ښايست تر ديانت دمخه کوي ، خو د الله رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي چي د ښځي ديانت بايد تر بل هر صفت دمخه په پام کي ونيول سي . ځکه ښځه چي څومره دينداره وي په هغه اندازه د خپل ميړه اطاعت کوي او د اولادونو صحيح تربيه او پالنه کوي .
ماخذ: فقه المبتدي- نکاح
----------
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ تُنْكَحُ الْمَرْأَةُ لِأَرْبَعٍ لِمَالِهَا وَلِحَسَبِهَا وَلِجَمَالِهَا وَلِدِينِهَا فَاظْفَرْ بِذَاتِ الدِّينِ تَرِبَتْ يَدَاكَ ( متفق عليه )