تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د لور د ساتلو فضيلت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 27, 2024
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د لور د ساتلو فضيلت

 

وَعَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا - قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: مَنْ كَانَتْ لَهُ أُنْثَى فَلَمْ يَیدْهَا وَلَمْ يُهِنْهَا، وَلَمْ يُؤْثِرْ وَلَدَهُ عَلَيْهَا - يَعْنِي الذُّكُورَ - أَدْخَلَهُ اللَّهُ الْجَنَّةَ.[سنن أَبُو دَاوُدَ]


ژباړه: عبدالله ابن عباس رضي الله عنهما فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هر څوک چي لور ولري نو هغه ژوندې تر خاورو لاندي نکړي، سپکاوی يې ونکړي او نارينه اولاد ته پر هغې باندي ترجيح ورنکړي الله پاک به يې جنت ته داخل کړي.


پدې حديث کي رسول الله صلی الله عليه وسلم د ښځي مقام او د لور فضيلت ته اشاره کړې او د لور پلار ته يې د جنت زيری ورکړی دی خو مشروط په درو شرطونو.


۱ – خپله لور مړه يعني هلاک نکړي لکه د جاهليت په زمانه کي چي خلګو خپلي لوڼي وژلې.


۲ – د خپلي لور سپکاوی او اهانت ونکړي لکه د جاهليت په زمانه کي چي خلګو کوی او يا زموږ په زمانه کي يې ځيني خلګ کوي او لور ته د زوی په نسبت ارزښت نه ورکوی.


۳ – پر لور باندي زوی ته ترجيح ورنکړي يعني زوی تر لور ډېر و نه غواړي؛ مثلا په روزلو، ډالۍ ورکولو او نازولو کي د لور سره تبعيض ونکړي چي له بده مرغه ځيني انسانان په دغه کار اخته دي ځکه پر زوی مصرف کوي، واده ورته کوي او سرای ورته جوړوي خو لور بيا په ډېر ولور پلوري او خالي لاس يې د ميړه کور ته استوي؛ همداسي زامنو ته په ميراث کي حق ورکوي خو لوڼي بيا د ميراث څخه محرومي کوي.


کوم څوک چي پورته شرائطو ته په پام لور وساتي الله تعالی به ورته جنت ورکوي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته